څېړنه: د انسان ماغزه تر شپېته کلنۍ په عادي سرعت کار کولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
په جرمني کې ترسره شوې یوې څېړنې جوته کړې چې د انسان ماغزه یا دماغ کولی شي چې تر شپېته کلنۍ په عادي سرعت سره کار وکړي، او دا ذهنیت یا فکر سم نه دی چې ګواکې له دېرش کلنۍ وروسته عقلي یا فکري چټکتیا کمېږي.
په دې څېړنه کې، چې د جرمني هایډلبرګ پوهنتون کې ترسره شوې، ۱ اعشاریه ۲ میلیونه کسانو ګډون کړی، چې عمرونه یې د لسو او اتیا کالو ترمنځ وو.
دا څېړنه په انلاین بڼه ترسره شوې او څېړونکو غوښتل وګوري چې ګډونوال څومره وخت کې د یوې ورکړل شوې وظیفې په اړه پرېکړه کوي.
دې کسانو ته یو شمېر انځورونه ور ښودل شوي، او ترې غوښتل شوي چې دا انځورونو په (ښو او بدو) وویشي، او د هر انتخاب لپاره پر یوه بټنه یا تکمه کلېک وکړي.
په دې چاره کې درې ډوله پروسې یا فعالیتونه شامل دي، جې لومړی یې د ماغزو سرعت دی، یعنی د یو وګړي ماغزه د مالوماتو پروسز کولو یا جذبولو لپاره څومره وخت نیسي.
دویم ډول فعالیت د (احتیاط) دی، یعنی دا کتل کېږي چې یو وګړی د مالوماتو یا انځور له لیدو وروسته د ارزونې یا په اړه یې د غور کولو لپاره څومره وخت نیسي.
دریم فعالیت د (پرېکړې کولو) دی، یعنی دا کتل کېږي چې یو وګړی د انځور له لیدو او په اړه یې له فکر او غورو کولو وروسته، څومره وخت کې پرېکړه کوي، یا بټنه کېکاږي.
څېړونکو د ریاضي ماډلونو په کارولو سره دا مالومه کړې چې هر وګړي د دې ټولې چارې بشپړولو لپاره څومره وخت لګولی.
د څېړنې له پایلو جوته شوې چې د دېرشو او شپېتو کالو ترمنځ عمر لرونکو کسانو د ماغزو د کار یا فعالیت سرعت نه کمېږي، خو د احتیاط کولو عادت له عمر سره زیاتېږي.
څېړنې همدا راز جوته کړې ده چې تر ۱۸ کالو د کم عمر وګړي پر غور او فکر ډېر وخت نه لګوي او دې ته ډېر لېواله دي چې ژر کلېک وکړي.
که څه هم د دې تجربې درې واړو برخو ته په کتو جوته شوې ده چې ځوانانو د نورو پرتله ژر دا چاره بشپړه کړې، خو دا په دې معنا نه ده چې دوی تل سم انتخاب کړی.
څېړونکي وایي، د پرېکړې یا انتخاب کولو په دې چاره کې بېلابېل فکتورونه شامل دي، خو په ټوله کې د دوی موندنې هغه عمومي ذهنیت یا استدلال ردوي چې ګواکې د عمر ډېرېدو سره د انسان د ماغزو سرعت کمېږي.










