تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چای که قهوه؛ کوم یو غوره دی؟
د ځینې هېوادونو خلک چای او د نورو قهوه خوښوي. د بریتانیا خلک پر چای مین دي. هغوی د ورځې ۱۶۵ میلون پیالې چای څښي. ورپسې هم قهوه څښي چې ورځانه ۹۵ میلیون پیالې کېږي.
کله کله موږ په دې خیال- چې په دوی کې یو ډېر ګټور دی، موږ لا ډېر بیدار ساتي، موږ اراموي یا جانبي عوارض کم لري- یو تر بل غوره بول. خو په چای او قهوه کې د یوه غوره کولو لپاره پر شخصي غوراوي سربېره کوم بل دلیل هم شته؟
بیدار اوسه
چای او قهوه کې د کافین اندازه یو شان نه ده او د دوی په ډول، ټینګوالي او د برابرولو لار پورې توپیر کوي، خو بیا هم قهوه تر چای ډېر کافین لري. یواځې دغه اټکل چې کافین د ډېرې بیدارۍ او هوش سبب کېږي، نو د بیدار او په حال پاتېدو له امله قهوې اوله درجه ګټلې، خو څېړنې ښيي چې دا خبره دومره ساده هم نه ده.
یوه پیاله قهوه کې له لږ تر متوسطې اندازې ( له ۴۰ تر ۳۰۰ ملي ګرامو) کافین د بیدارۍ، توجه او چټک غبرګون سبب کېږي، خو پر یاد یا حافظه، د تشخیص پر ځواک او پرېکړه کولو چندان اغېز نه لري.
شواهد شته چې که چای پرلپسې څښئ، نو یوه پایله کې یې د تیانین په نوم موجود امینو اسید سره یې د کافین اغېز زیاتېږي.
څېړنې ښيي چې کافین ته غبرګون کې تیانین د توجو او د تمرکز وړتیا د زیاتېدو او د حواسو ګډوډېدو د مخنیوي سبب کېږي.
ځکه د دې سوچ کولو حق لرئ چې ستاسو بیدارۍ کې چای لا ښه اغېز لري.
خو دا ډېره بیداري په څومره بیه ده؟ د خوبونو څېړونکی مټ واکر وايي، له څښاک وروسته هم له پنځو تر شپږو ګړیو ستاسو بدن کې کافین وي او له لسو تر دوولسو ګړیو یې هم یوه پر څلورمه برخه بدن کې پاتې وي، ځکه ممکنه ده چې ویدېدو کې ستونزې پیدا کړې.
واکر وايي، اورېدلي مې دي چې ځینې کسان ماښامنۍ کې اسپرسو قهوه څښي او ښه هم ویده کېږي، کافین د ژور خوب کمولو کې اغېزناک دي او نتیجه کې چې سهار پاڅېږئ، نو احساسوئ چې ښه نه یاست.
څېړنې ښيي چې ټوله ورځ چای څښل مو د قهوې څښلو په څېر بیدار ساتي، خو چای کې کافین کم دي او خوب هم نه ګډوډوي.
په هر حال سپارښت دا دی چې له ویدېدو مخکې د کافیني(کافین لرونکو) څښونیو اندازه کمه کړئ، په تېره هغه څښوني چې ډېر پاروونکي وي.
یوه پیاله چای د ارام لپاره
د خوشالۍ او ارامتیا لپاره ځینې کسان ګرم شیان څښي.
د لندن کالج پوهنتون د عمومي روغتیا او اپیدمیولوجي څانګې استاد اندرو استپتو وايي، تور چای د ورځني ژوند د فشار د عوارضو چټک ښه کولو سبب کېږي، خو لا هم نه پوهېږو چې د دې چای کوم توکي د حال او ارامتیا ښه والي کې دا اغېز لري.
دا هم روښانه شوې ده چې کم کافینه شین چای ځینې خلکو کې سټرس کموي. څېړونکي یې دا اغېز هم د تیانین امینو اسید له امله بولي چې مخکې پرې وغږېدو او زیاتوي چې د سټرس او سختې اندېښنې کمېدو سبب کېږي. تیانین په تور چای کې هم لږ ټینګوالي سره شته.
پر سټرس د قهوې د اعېز په هکله کمې څېړنې شوې دي، خو څېړونکي وايي، چې ډېر کافین د اضطراب یا تشویش سبب کېږي.
د بریتانیا ملي روغتیا اداره وايي: له اندازې ډېر کافین څښل د تشویش یا اضطراب سبب کېږي. نو که ارام اوسېدل غواړئ، ښه دا ده چې بې کافینه څښوني وکاروئ.
د غاښونو پر رنګ اغېز
د شواهدو له مخې چای تر قهوې د سپینو غاښونو رنګ ډېر بدلوي او دواړه څښوني پر غاښونو خالونه پرېږدي.
غاښپوه انا میډلټن د دې اغېز کمولو لپاره دا سپارښتنې لري:
- له چای یا قهوې سره شیدې یا د شیدو په ځای بل څه زیات کړئ.
- له چای یا قهوې څښلو وروسته خوله په اوبو یا فلورایډي موادو سره ومینځئ.
- د یخ چای یا قهوې څښلو پر مهال کړکی یا پیپ وکاروئ.
- برېښنايي مسواک وکاروئ.
- ځانګړي بورس سره د غاښونو منځ پاک کړئ او د منګ جوړېدو د مخنیوي لپاره تار وکاروئ.
- ژاولې وژویئ، ځکه لاړې د غاښونو ساتلو کې غوره کار کوي.
- د غاښ چنجنېدو د مخنیوي لپاره د غاښونو ډاکټر ته لاړ شئ.
کوم یو د روغتیا لپاره غوره دی؟
د بریتانیا ملی روغتیا اداره وايي، انډولي رژیم کې چای یا قهوه څښل کومه ستونزه نه لري.
خو ځینې څېړنې ښيي چې کافیني څښوني د متیازو ژر پیدا کېدو او د بدن اوبو د کمېدو سبب کېږي.
خوراکپوه سوفي مډلین وايي: "چای او قهوه پلي فنل لري، چې د بوټو ترکیب دی او دواړه زموږ روغتیا ته ګټور دي."
خو قهوه تر چای ډېر پلي فنل لري. دواړه زموږ روغتیا ته ګټې لري، لکه په دویم ډول شکر د اخته کېدو خطر کموي، لاکن د بریتانیا روغتیا ملي اداره وايي، ورځ کې له څلور پیالو ډېر چای د وینې فشار زیاتوي.
ځینې کسان له کافین سره حساسیت لري او د هاضمي سیستم، اضطراب او د خوب ګډوډېدو سبب یې کېږي، ځکه غوره ده چی د قهوې په ځای چای وڅښي یا بې کافینه څښوني وکاروي.
که د کافین کارول پرېږدئ، نو غوره ده دا کار ګام په ګام وکړئ، چې نورې ستونزې درته پیدا نه کړي.
د دې ستونزو اندازه هم د کارېدونکي کافین اندازې پورې تړلې ده. اټکل دی چې د چای پرېښودو په ځای د قهوې پرېښودل ډېرې ستونزې پیدا کوي، ځکه قهوه کې کافین ډېر دي، خو بیا هم دا عوارض یا ستونزې د څښاک اندازه پورې تړلې دي.
خو د بریتانیا روغتیا ملي اداره وايي، پکار ده مېندوارې مېرمنې د کافیني څښونیو کارول کم کړي، ځکه د دوی نوزېږو او ماشومانو ته مناسب نه دي.