تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښکلې څېرې پښتون چای پلورونکی ستوری شو
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جذابې يا ښکلې څېرې يوه چای پلورونکي انځور پر انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو ډېر مشهور شوی دی.
د ارشد خان عمر يوزاې ۱۷ کاله دی. څو ورځې وړاندې يوې تصوير اخیستونکې جويريا علي د اسلام اباد اتوار بازار د چاي پلورلو په يوه کوچني دوکان کې د ارشد خان تصوير واخيست.
پر ټوېټر په زرګونو کسانو سملاسي د ارشد خان تصوير شريکول پيل کړل. د زړه راښکوونکې څېرې او ښکلو شنو سترګو د دغه زلمي تصوير په خواله رسنيو د چای والا د هشټګ بهير پيل کړ.
د تصوير له خپرېدو څو ورځې وروسته دغه چای پلورونکی د ماډلنګ په موخه د کامرو مخې ته هم راښکاره شو.
په خواله رسنيو ځينې کسان وايي ارشد خان اصلا د پکتيا ولايت دی.
خو له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ارشد خان وويل، کورنۍ يې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې په اسلام اباد کې مېشت ده، او په اصل کې د خيبر پښتونخوا د مردان سيمې ده.
د نوموړي په وينا، درې مياشتې وړاندې يې د چای پلورلو په دوکان کې کار پيل کړ او تر دې وړاندې يې بېلابېلې دندې لکه د اوبو خرڅول، سبزي خرڅول او داسې نور ترسره کړې دي.
د ارشد خان په وينا د چای پلورلو په دوکان کې يې د ورځې ۵۰۰ پاکستانۍ ګټلې. د ده په وينا له زده کړو سره يې ډېره مينه ده، خو د بېزولۍ له امله يې هېڅ زده کړې نه دي کړي.
نوموړی وايي له دې وړاندې يې د خواله رسنيو ټوېټر او انسټګرام په اړه څه نه و اورېدلي.
يوه ځايي خبريال له ده وپوښتل، ايا خبر يې چې څومره مشهور شوی يې؟ ده په ځواب کې وويل، پر دې د حيرانتيا تر کچې خوښ دی او ملګري يې اوس د ده تصويرونه ورښيي.
په هند کې د ټوټېر يوې کاروونکې د دواړه هېوادونو تر منځ د خرابېدونکو حالاتو په اړه ويلي، که په پاکستان کې داسې چای پلورونکي وي، مهرباني وکړی پر دغه هېواد بمونه مه غورځوئ.
ارشد خان وايي له بېلابېلو هېوادونو ورسره ډېرو کسانو اړيکه نيولې.
تصوير اخيستونکی جويريا علي وايي، په دې پوهېده چې دغه تصوير به په نړيواله کچه ډېر مشهور شي.
نوموړی وايي په دې اړه "ډېره خوشاله ده، دی د دې وړ و، هغه ډېر ښه دی، زه هيله لرم چې دی به له خپل شهرته ښه ګټه واخلي او د حريصو خلکو منګولو ته و نه لوېږي"