د کافي نړېواله ورځ او په اړه یې ۱۳ حقیقتونه

له کافي سره د نړۍ علاقه او بلدتیا په دې کچه نه وه لکه اوس. ځينې خپل سهار د تورې کافي له یوې غټې پيالې سره پېلوي، یو شمېر نور بیا تر برېځر وروسته له ماشينه د دې څښاک بل ډول "اسپرېسو" ځان ته باسي او نوش جان کوي یې او ځينې نور هم شته چې تر غرمنۍ وروسته "کاپچينو" غوړپوي او یا هم سړه کافي "فېنسي فرېپ" خوري.

د کافي نړېوالې ټولنې (ای.سي.او) د مالوماتو له مخې په ۱۹۹۱ کې په ټوله نړۍ کې خلکو ۹۰ ميليونه شپېته کيلويي بوجۍ کافي کارولې وه. سږ کال به دا شمېر تر ۱۶۰ میلیونه شپېته کیلويي بوجیو هم واوړي.

نو د کافي د نړېوالې ورځې په مناسبت تاسې هم لږه دمه وکړئ، د خپلې خوښې کافي له یوې پيالې سره کينئ او په اړه يې دغه ۱۳ حقیقتونه ولولئ چې ښايي تر ننه مو نه وي اورېدلي.

۱ کافي په اصل کې د ګېلاس دانو غوندې ده

د کافي دا زړي چې تاسې يې د چایو په ډول دم کوئ او اېشوئ، په اصل کې له یوې مېوې رایستل شوي زړي دي.

دا مېوه وړو بېرو او ګېلاس دانو ته ورته ده چې کافي چېري يې بولي. کله چې پر کافي چېري خوله ولګوئ او ماته يې کړئ نو وبه ګورئ چې په منځ کې يې څنګ په څنګ دوه زړي دي.

خو د کافي يو بل ډول هم شته چې يو زړی لري. هغو ته پي بېري وايي او ذایقه يې تر دې ډېره تېزه ده.

۲: ځینې کسان کافي څښي نه بلکې خوري يې

خلک له کلونو راهیسې کافي څښي خو د یو شمېر نورو بیا خوښېږي چې ويې خوري.

د همدې لپاره ځينې شرکتونه کارېدلې کافي راټولوي، اوړه کوي يې او بیا ترې موفين کېکونه، د کافي خوند لرونکې ډوډۍ، چاکلېټ او ښوروا جوړوي

۳: تر ټولو قيمتي کافي ځينې ژوي یې په پچو کې کوي

سېوېټ ډوله پېشو او فیل هغه دوه ژوي دي چې د نړۍ تر ټولو لګښتي یا قيمتي کافي د دوی له کولمو تېرېږي.

کوپي لواک له همداسې لوړ بیه کافيو ده چې انډوزنیايي پېشو یا سېوېټ کېټ يې دانې خوري او بیا یې په پچو کې کوي او وروسته يې خلک راټولوي او خرڅوي يې.

د دغې لوړبيې کافي ۵۰۰ ګرامه خلته یا پاکټ په ځينو قيمتي هټيو کې ۷۰۰ ډالرو ته رسېږي.

خو له دې سره یو بل ډول کافي هم په سیالۍ کې ده چې بلېک ایووري کافي يې بولي. دا کافي په تایلېنډ کې له هغو فیلانو تر لاسه کېږي چې د کافي بوټی يې خوړلی وي او بیا يې بېرته په پچو کې کړي وي.

دا کافي لومړی ځل یوه کاناډايي بلېک ډېنکېن تر لاسه کړې وه او یو ۳۵ ګرامه پاکټ يې په امریکا کې په ۸۵ ډالر خرڅ کړی و.

۴: کافي ګټه درته کوي...

کافي په لوړه کچه انټي اکسيډېنټ کیمیاوي ماده لري چې زموږ د بدن حجرې د ټاکسین، کیمیاوي موادو او التهابونو له کبله له زهرجنېدو ژغوري.

د سږ کال په پېل کې په یوه روغتیايي ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې د سپارښتنې له مخې هره ورځ درې پیالې کافي څښل د زړه ناروغیو او د ځینو نورو روغتیايي ستونزو له کبله د مړينې احتمال راټيټوي.

دا څېړنه له ۱۶ کلونو راهیسې په لسو اروپايي هېوادونو کې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو باندې شوې وه.

په څېړنه کې همدا راز ویل شوي وو چې کافي څښل د شکرې د دویم ډول د زیاتېدو مخه نیسي او له ځینو عصبي ناروغیو سره هم مقابله کوي. خو په دې اړه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا شته.

د دې تر څنګ کافي د انسان انرژي هم ډېروي.

۵: خو کافين ګواښ هم پېښولی شي

کافي هم کافین لري او که کافين ډېر وخوړل شي نو ګواښ پېښولی شي.

مېندوارې ښځې ته ښايي چې کافین کم وکاروي کنه نو کوم ماشوم چې زېږوي یا به يې وزن ډېر کم وي او یا یې ښايي ضایع یا سقط کړي.

د برتانیا روغتیايي ادارو مېندوارو ښځو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې دې تر ۲۰۰ ملي ګرامه ډېر کافین نه کاروي.

۶: د کافي زړي دوه ډوله دي، اربیکا او روبوسټا

اربیکا د کافي له اصلي بوټي تر لاسه شوي زړي دي چې په ايتوپيا کې موندل کېږي.

دا بوټی ښه، نرمه او خوږبویه کافي توليدوي چې ډېره قیمتي هم ده او د نړۍ شاوخوا ۷۰ سلنه تولید همدا ډول کافي ده.

ربوسټا یو څه تریخ زړي دي او د اربیکا دوه برابره ډېر کافین لري.

دا په مرکزي او لویديځه افریقا کې پېدا کېږي. همدا راز د انډونیزیا په ګډون د جنوب ختيځې اسیا په ځينو سیمو، وېتنام او برازیل کې هم موندل کېږي.

۷: د افسانو له مخې، کافي په ايتوپيا کې وزو پيدا کړې ده

یوه افسانه په نهمه پېړۍ کې د کالډي په نوم د یوه شپون کیسه بیانوي.

د دې افسانې له مخې، دغه شپون یوه ورځ خپله رمه ولیدله چې له یوې نااشنا ونې یا بیرې دانې خوري.

د مزل پر مهال يې پام شو چې رمه يې له انرژۍ ډکه ده، ټوله شپه يې مزل وکړ خو ستړې نه شوه.

شپون راغی او دغه کیسه يې راهبانو ته وکړه. راهبانو فکر وکړ چې که دوی همدغه دانې یا زړي په تودو اوبو کې واچوي او ویې خوري نو ښايي د عبادت لپاره تر ځنډه ويښ پاتې شي. هماغه و چې کافي ته د خلکو پام ور واوښت.

۸: د کافي اصلي مانا د مغزو شراب ده

په ۱۵ پېړۍ کې کافي په یمن کې د ودې په حال کې وه. اصلي نوم يې قهوه و چې په یمن کې د شرابو لپاره کارېده. یوه پېړۍ وروسته په پيرسیا، مصر، سوریا او ترکیه کې هم وپېژندل شوه.

۹: لومړنۍ کافي خونې په منځني ختيځ کې وې

کافي څوک په کور کې يوازې څښي او خوند ترې اخلي خو ځينو نورو ته بیا په عامه کافي خونو یا قهوه خانو کې خوند ورکوي چې ويې څښي.

دا لړۍ په اصل کې د منځني ختيځ له ښارونو راپېل شوې ده. دغه ښارونه له همدې کبله د خلکو د راغونډېدو، خواله، شطرنج او د موسیقۍ د اورېدلو په ځایونو بدل او مشهور شول.

۱۰: په ټوله نړۍ کې د کافي غځېدلې کړۍ

کافي د نړۍ په پنځوسو هېوادونو کې کېږي چې د بين بېلټ یا د کافي دانو یوه کړۍ ورته ویلی شو. په دې کړۍ کې د چنګاښ او مرغومي هوا لرونکې زیاتره ګرمسېره سيمې دي چې له ختيځې مکسيکو تر پاپوانيوګېنې غځېدلې ده. دا په نړۍ کې د کافي تر ټولو ستر تولېدوونکي هېوادونه دي. برازیل، وېتنام او کولمبیا هم د کافي لوی صادروونکي دي.

۱۱: خو د سړي سر په کچه تر ټولو ډېر څښونکي په سکېنډينویا کې دي

د کافي نړېوالې ټولنې له مخې د سړي سر په کچه فنلېنډیان د کافي تر ټولو ډېر څښونکي وګړي دي.

هلته په کلني ډول هر کس ۱۲ کیلو کافي څښي. همدا راز په ناروې کې هر یو تن په اوسط ډول (۹.۹ کیلو)، ایسلېنډ کې (۹ کيلو)، ډېنمارک کې (۸.۷ کيلو) او سوېډن کې (۸.۲) کيلوګرامه کافي څښي.

۱۲: میدان چایو ګټلی او که کافي؟

ستاسې هېواد کې خلک کافي ډېره څښي او که چای؟

د برتانیا د کافي ټولنه وايي، کافي "په غونډه نړۍ کې تر ټولو مشهور څښاک دی" ځکه چې هره ورځ دوه میلیونه پیالې څښل کېږي. خو د دې مالومول دومره اسانه خبره نه ده.

د نړۍ په دوو لویو هېوادونو چین او هند کې بیا د چایو څښلو تله درنه ده.

کافي په امریکا او اروپا کې ډېر مینه وال لري خو چای بیا تر ډېره په اسیايي او د پخواني شوروي اتحاد اړوند هېوادونو کې.

خو د برتانیا د شيفيلډ پوهنتون جغرافیاپوه ډېوېډ ګرېګ د دې پرتلنې په اړه په ۲۰۰۶ کې یوه مقاله لیکلې ده.

ده ویلي چې د چایو او کافي پرتلنه باید د وزن له پلوه وشي، ځکه چې په خبره یې د چایو په یوه پیاله کې په منځني ډول دوه ګرامه چای لګېږي خو که د کافي پياله جوړوې نو لس ګرامه کافي پکې مصرفېږي.

نو د هغه دې فورمول ته په کتو په لنډو کې ویلی شو چې، "د کافي د هرې يوې پيالې په بدل کې د چایو درې پیالې څښل کېږي".

۱۳: تاسې هم ځان ته یوه ښه کافي جوړولی شئ

د کافي د ملي ټولنې له مخې، دلته ځينې لارې چارې شته چې تاسې سره مرسته کولی شي، څنګه په خپل کور کې ځان ته یوه خوندوره او ښه کافي جوړه کړئ.

  • ځان ډاډه کړئ چې په کوم لوښي کې کافي جوړوئ، پاک دی او پخواني پاتې شوني پکې نشته، ځکه چې دا يې بیا پر خوند اغېز کوي.
  • د خپلې خوښې کافي غوره کړئ: اربيکا او که روبوسټا مو خوښېږي؟ سره ګډوئ يې او که یوازې يې چکئ؟ نرمه کافي او که ټينګه یا سخته کافي خوښوئ؟
  • تازه والي پسې يې وګرځئ: هڅه وکړئ چې کافي ډېره وخته نه بلکې د دمولو یا جوش کولو پر مهال مېده کړئ او د کافي ماشين ظرفیت او څرنګوالي ته په کتو دغسې وکړئ.
  • چاڼ شوې یا معدني اوبه وکاروئ او اوبه ډېرې زیاتې مه خوټوئ: د کافي له دانو سره د ګډولو پر مهال مو باید اوبه له ۹۰ تر ۹۵ درجې اېشېدلې وي.
  • دا چې څومره موده باید کافي دم یا جوش کړئ، ستاسې په علاقې او خوښې پورې تړلې خبره ده. د اېسپرېسو لپاره له ۳۰ ثانیو تر هر څو مو چې زړه وي ساتلی یې شئ.