د ورځې درې پیالې قهوه کېدای شي روغتیا ته ګټه ولري

په متوسط ډول د قهوې څښل له روغتیايي پلوه خوندي عادت دی. څېړنه ښيي چې درې یا څلور پیالې قهوه مو کېدای شي روغتیا ته ګټه ولري

څیړنې ښيي چې قهوه د ینې او سرطان ناروغیو مخنیوی کولی شي او د زړه له حملو د مړینې خطر هم کموي. خو څیړوونکو ته لا ثابته نه ده چې دا مستقیما د قهوې له څښلو سره تړاو لري او که نه.

څیړنو دا هم ښودلې چې د میندوارۍ شپو ورځو کې ډېره قهوه روغتیا ته تاوان لري.

شنوونکي وایي، قهوه باید د روغتیا د ښه والي په موخه پیل او ونه څښل شي.

د سوتهامپټن پوهنتون څېرونکو د ۲۰۰ شاوخوا مطالعې کړې چې په ترڅ کې یې دوی داسې معلومات راټول کړي چې د انسان په بدن د قهوې اغیز پکې معلوم شوی.

د هغوی پرتله چې قهوه نه څښي، د قهوې څښوونکو د زړه ناروغۍ او له امله یې د مړینې خطر کم تر سترګو شوی.

د قهوې د څښلو لویه ګټه د ینې د ناروغۍ کموالی او ان د سرطان له خطر سره مخ کېدل کمېدا هم یاد شوي.

خو پروفیسور پاول روډریک چې د دې څېړنې غړی و ویلي چې څرګنده نه ده چې قهوې په دې برخه کې څومره رول درلود.

ده وویل ((د عمر فکتور، د سګرټ څکول او دا چې څومره ورزش کوئ دې ټولو زموږ په څېړنه اغیز درلود.))

دا موندنې له ځینو وروستیو نورو څېړنو سره سمون خوري چې د قهوې ګټې پکې یادې شوې وې.

د برتانیا د روغتیا خدمتونه وړاندیز کوي چې میندوارې مېرمنې د ورځې له ۲۰۰ ملي ګرامه زیات کافین چې د دوو پیالو په کچه کېږي ونه څښي، چې دا د ماشوم د ضایع کېدو خطر رامنځ ته کوي.

د نورو لویانو لپاره بیا د ورځې ۴۰۰ ملي ګرامه کافین یا تر دې لږه د ورځې عادي کچه ټاکل شوې، په یاد ولرئ چې دا اندازه یوازې په قهوې نه بلکې له نورو خوړو هم تر لاسه کېدای شي.

ستاسو په خوړو کې څومره کافین دی؟

•فلتر شوې قهوه یوه پیاله: ۱۴۰ ملی ګرامه

•سمدستي جوړه شوې قهوه یوه پایله: ۱۰۰ ملي ګرامه

•د چایو یوه پیاله: ۷۵ ملي ګرامه

•د کوک یو قطی: ۴۰ ملي ګرامه

•د انرژۍ څښو ۲۵۰ ملي ګرامه: تر ۸۰ ملي ګرامه

•د چاکلېټو یو وړوکې تخته: له ۲۵ ملي ګرامه لږ

•د شودو چاکلېټو یوه تخته: له ۱۰ ملي ګرامه لږ

(انځور: کپشن: مېرمنې د میندوارۍ په وخت کې باید له قهوو ځان وساتي.)

څېړوونکي وایي چې قهوه څښوونکي باید (صحي قهوه) وڅښي، او د زیاتې بورې، شیدو او رش او یا نورو غوړو خوړلو څخه ځان وساتي.

دوی غواړي چې د قهوې د څښاک په هکله لا زیاتې څېړنې وشي چې د روغتیا لپاره یې په ګټو او تاوانونو پوه شو.

اوسمهال، څېړوونکي وایي سخته ده چې ووایي د قهوې په روغتیا څومره مثبت اغېز دی، خو کېدای شي دا په بدن کې د انټي اوکسیټنډس کم کړي، داسې مواد چې د بدن حجرو ته د تاوان رسولو خطر کموي.

د جان هاپکنز پوهنتون د عامې روغتیا څانګې ایلزیو ګویلر ویلي چې لا تر اوسه په بشپړه توګه د زیاتې قهوې څښلو د اغیزو په هکله معلومات نشته.

خو ده زیاته کړې چې د منځلارې قهوې څښل خطر نه لري او د یوه صحي خوراکي رژیم برخه ګرځېدلی شي.

د لندن د کینګز کالج پروفیسور وایي قهوه څښوونکي کېدای شي د ښې روغتیا څښتنان وي، خو په دې هکله نورې څېړنې ته اړتیا ده.

نوموړي وویل ((قهوه ځینو ته د سر خوږ پیدا کوي او ځینې نور بیا اړ باسي چې تشناب ته ژر - ژر لاړ شي، له همدې امله یې ځینې خلک نه خوښوي.))

دی زیاتوي: ((هغه ناروغان چې د زړه درزا یې نامنظمه وي بې کفینو یا de-caffeinated قهوه باید وڅښي. کافین همدارنګه د وینې فشار هم په چټکۍ سره لوړوي.