خوند مهم دی که رنګ؟ د چایو په اړه لس جالبې خبرې

اسوده کېنئ، بلکې بالښت ته ډډه ولګوئ او یوه پیاله تریخ چای هم نوش جان کړئ، ځکه دې رپوټ کې د همدې چایو په هکله سره غږیږو، چې د نړۍ په هر ګوټ کې میلیونونه مینه وال لري. د چايو خوند، رنګ او څښلو په تړاو له څه مودې راهیسې فکرونه بدل شوي، خو دغه مشهور څښاک ته لیوالتیا کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

چای هغه وخت هم د انسانانو ملګری و، چې د اوښانو له کاروانونو سره به یې په دښتو بیابانونو اوږده مزلونه وهل او د انقلابیانو تاوده سیاسي بنډارونه هم بې چایو نه وو او ځینو پخوانیو خو له مړو سره هم په لحدونو کې د (بلې دنیا) لپاره د چایو پاڼې غوټه کولې. دلته د چایو اړوند لس واقعیتونه وړاندې کېږي چې ښايي ډېر مینه وال یې ترې بې خبره وي.

چین کې له مېلاده ۲۰۰ کاله مخکې د چایو څښلو ثبوت:

د چین مرکزي سیمې ینګ لنګ په یوه لرغوني هدیره کې چایو ته ورته وچې پاڼې موندل شوې دي. دغه پاڼې کافین او تهیانین کیماوي مواد لري چې د کارپوهانو په اند ښيي چې دغه چای پاڼې له مړو سره د دې لپاره په قبرونو کې ایښي چې د ژوندو له عقیدې سره سم یې ښايي بله دنیا کې پکار شي. له دې موندنې سره د چایو څښلو تاریخ هم دوې پېړۍ شاته تللی.

د چایو ټول ډولونه له یوه بوټي وتلي دي:

د چایو ټول ډولونه له یوه بوټي سرچینه اخلي چې کیمیلا سینینسیس نومېږي او ماهرین یې د چایو ټولو بوټو (نیکه) بولي. پخوانو د همدې بوټي یا کوچنۍ ونې پاڼې د چایو په توګه استعمالولې چې ژمی - دوبی شین و. د چایو اوسني بېلا بېل ډولونه د کروندوګرو، کرنې او حاصلاتو بېلا بېل شرایط او چاپېریال دي.

چای یو مذهبي څښاک دی:

جاپان ته د شپږمې میلادي یا زېږدیزې پېړۍ اوږدو کې له چینه د دوی مذهبي مشرانو او د هغه وخت دیپلوماتانو له ځان سره چای وړي و، چې وروسته د هغه وخت جاپاني مذهبپالو د خوښې مشروب شو. له هغه وروسته تر څو پېړیو پورې چای د جاپاني اشرافو ځانګړی څښاک بلل کېده.

چینايي راهبانو ۱۵ میلادي پېړۍ کې د چایو ځانګړې مېلمستیا دود کړه، خو جاپانیانو دغه ډول مېلمستیا رسمي کړه او د نیمې مذهبي او نیمې ټولنیزې غونډې بڼه یې ورکړه.

د روسیې د چایو کاروان:

روسیې ته پخوا له چینه د اوښانو په کاروانونو کې چای لېږدول کېدل چې تر میاشتو اوږدو مزلونو وروسته به د براعظم له یوه سره بل سر ته رسېدل.

کاروانیانو به د شپې لخوا په پړاوونو کې له یخنۍ د ځانونو ساتلو لپاره اورونه بلول، چې لوګي به د چایو بارونو کې جذب شول او مسکو یا سنټ پېټرزبرګ ته له رسېدو وروسته به دې چایو د لوګي خوند اخیست. له همدې کبله تر اوسه د (روسیې کاروان چای) مشهوره اصطلاح ده.

د چایو پر سوداګرۍ او حاصل د چین د واکمنۍ پای:

د ۱۷ پېړۍ اوږدو کې د هند برتانوي واکمنو او چین تر منځ سوداګریز او سفارتي اړیکي خړ پړ شول او برتانویانو د چایو لپاره د نورو بازارونو لټون پیل کړ.

ایسټ انډیا نومې شرکت چې بهرنۍ سوداګري یې کنترولوله، سکاټلنډ کې د نباتاتو یا ونو- بوټو د یوه ماهر رابرټ فورچون خدمتونه تر لاسه کړل چې کم ساري یا بې ساري ونې بوټي به یې پر شتمنو اشرافیه وو پلورل.

فورچون له قاچاقي لارو چین ته د دې لپاره استول شوی و، چې له هغه ځایه د چایو نیالګي غلا کړي او په هند کې وکرل شي. رابرټ فورچون همداسې وکړل او له چینه یې ۲۰ زره نیالګي د هند دارجلنګ ته قاچاق کړل، خو جالبه دا وه چې هلته دغه بوټي پریمانه زرغون وو.

په چایو کې شیدې:

په هند کې د چایو شته بوټي د کیملیا کیمیلیا سینینیس اسامیکا یو ډول دی. د هند اسام چای د شنه پر ځای تور چای کې ډېر مینه وال لري او لامل یې دا ښيي چې د تکسید یا اکسیډېشن له عمله د چایو له تېرېدو وروسته یې د ګلونو غوندې خوند پر ځای پاڼې تورې شي او رنګ او خوند کې یې اوربشو ته ورته تېزوالی راشي.

انګریزانو د (انګلش ناشتې چایو) د دغه ډول تېز خوند پیکه کولو لپاره شېدې پکې شاملې کړې. اوس له برتانیا پرته چې د ناشتې چایو کې شېدې ګډوي، د اروپا نورو برخو کې چایو ته شېدې نه وراچول کېږي.

هالنډ ته له اندونیزیا چای راوړل کېده، چې خوند یې ډېر تېز نه و او له همدې کبله یې شېدې نه پکې شاملولې او وروسته جرمني او اسپانیا کې هم همدا چای مشهور شول.

چای له وچې ډوډۍ سره:

لندن ته لومړی ځل ۱۶۵۷ کال کې چای ورسېد او ویل کېږي، لومړي سر کې لندنیان نه پوهېدل چې څه ورسره وکړي. ګران بیه هم و او ژر یې په شتمنو خلکو کې ډېر مینه وال وموندل.

خو هر څوک یې بیا هم تر ډېره وخته د پخولو په طریقې نه پوهیدل. داسې کیسې هم مشهورې شوې چې خلکو به د چایو پاڼې له لمدولو وروسته خوړلې یا به یې له کوچو سره د ډوډۍ پر ټوټو وښیندل.

چای ښه دی که کافي؟

ترکیه په دودیز ډول د کافي تر ټولو لوی بازار بلل کېده، خو د ترکیې رېزې سیمې تور چای هم ډېر مشهور دي او سره له دې چې ترکیه د کافي بازار بلل کېږي، خپله ترکان د تورو چایو ډېره مینه وال دي.

چای او انقلاب:

۱۷۷۳ کال و چې د امریکا بوسټن ښاریان د برتانوي اشغال پر ضد راپورته شول. هغه مهال د بوسټن چای ګوند په تر سیوري لاندې فعالانو د برتانوي حکومت له لوري پر چایو د لګېدلې مالیې پر ضد احتجاجونه وکړل.

فعالانو د شپې تیاره کې د بوسټن بندر کې پر لنګر شویو برتانوي بېړیو برید وکړ او د چایو ۳۲۴ کانتینرونه یې د سمندر په اوبو کې لاهو کړل. همدغه احتجاج د امریکا ازادۍ په مبارزه کې یو رغنده ګام بلل کېږي.

خپل چای وپېژنئ:

دا هم یو واقعیت منل کېږي چې د چایو څښونکي د چایو رنګ، خوشبو او خوند ته د توجه کولو کوښښ کوي او دا هم ویل کېږي پر چایو روږدي کسان د چایو له لومړي غوړپ سره د چایو پر (اصلیتوب) یا معیار پوهېږي.

دا هم یو واقعیت منل کېږي چې د چایو څښونکي د چایو رنګ، خوشبو او خوند ته د توجه کولو کوښښ کوي او دا هم ویل کېږي پر چایو روږدي کسان د چایو له لومړي غوړپ سره د چایو پر (اصلیتوب) یا معیار پوهېږي.