"ګړندي ته ورته" یو لوی سمندري ژوی د اوبو په تل کې موندل شوی

Bathynomus

د عکس سرچینه، LIPI

د عکس تشریح، دغه ژوی د سوندا په تنګي کې چې د اندونیزیا د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ دی، موندل شوی دی.

هغو ساینسپوهانو چې د سمندر په تل کې څېړنې کوي، تازه د اندونیزیا په سواحلو کې د ایزوپود د کورنۍ یو ډېر لوی ژوی موندلی او د لوی سمندري ګړندي یا سوسک نوم یې ورکړی. دغه ګړندي خځنده ته ورته ژوی هوار او کلک بدن لري او تر ډېره د لرګیو سپږو ته ورته دی، خو دا د اوبو په تل کې ژوند کوي.

که څه هم د کورونا وېروس په خپرېدو سره، سږ کال د ساینس په اړه خبرونه ډېر لږ تر سترګو کیږي خو بیا هم ساینسپوهانو په اندونیزیا کې د دې نوي ډول ژوي د موندلو خبر ورکړ.

دغه ژوی د ایزوپود ژویو کورنۍ یا ډلې پورې تړاو لري او ساینسپوهانو ورته د لوی سمندري ګړندي نوم ورکړی دی.

دغه ژوی د تازه څېړنو په پایله کې د سوندا په تنګي کې چې د اندونیزیا د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ دی، موندل شوی دی.

د لویېدو په مهال د دغه ژوي اندازه په منځني ډول ۳۳ سانتي متره وي چې د بدن اندازه یې ډېره لویه ګڼل کیږي.

د اندونیزیا د ساینس انستیتوت یوه لوړ پوړې څېړونکې کاني مارګاریتا سیدابالوک وايي، "په حقیقت کې دغه اندازه ډېره لویه ده او د ایزوپود د کورنۍ په ژویو کې دویم ځای نیسي."

اوس مهال په نړۍ کې د لویو ایزوپود ژویو ۷ ډولونه پیژندل شوي دي.

د دې ژوي غیر عادي وده:

Giant bathynomus

د عکس سرچینه، LIPI

د عکس تشریح، دغه سوسک د ایزوپوډ ژویو کورنۍ پوړرې اړه لري

د لندن د طبیعي تاریخ موزیم د مسؤلینو په وینا، په دې اړه چې ولې د اوبو په تل کې د ایزوپود ژوي لوی وي، بېلابېلې نظریې موجودې دي.

یوه نظریه دا ده چې هغه ژوي چې د اوبو په تل کې ژوند کوي، اړ دي چې ډېر اکسیجن له ځان سره یوسي او له همدې امله یې بدن لویېږي او پښې یې اوږدیږي.

یو بل لامل دا هم دی چې د سمندر په تل کې ډېر ښکار کوونکي نشته نو له همدې امله دوی کولای شي چې ډېره وده وکړي.

د دې تر څنګ ایزوپود ژوي د نورو په پرتله لږه غوښه لري نو له همدې امله ښکاري ژوي ورته دومره زړه نه ښه کوي.

ایزوپود ژوي همداراز اوږده ښکر او لویې سترګې لري چې دا دواړه له دوی سره مرسته کوي چې د خپل استوګنیز چاپیریال په تیاره کې حرکت وکړي او پکې وګرځي.

دغه ژوي همداراز د سمندر په تل کې ګرځي او د خپلو خوړو لپاره د نورو مړو شویو ژویو د بدن ټوټې لټوي.

د لندن د طبیعي تاریخ موزیم په وینا دغه ژوي ډېر ورو او سست میتابولیزم یا د هاضمې نظام لري.

یو مهال یو لوی ایزوپود په جاپان کې په بند کې وساتل شو او پرته له خوړو یې پنځه کاله پایښت وکړ.

په اندونیزیا کې دغه وروستۍ ګډه څېړنه د سنګاپور د ملي پوهنتون او لي کانګ چیان د طبیعي تاریخ موزیم په همکارۍ ترسره شوې ده.