د کورونا وېروس د درملنې لپاره نوې هیلې

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانوي سایسنپوهان غواړي د داسې درملنې ازمویل پیل کړي چې ښايي د کورونا وېروس په خورا سختو ناروغانو کې د دې وېروس اغېز کم کړي.
اوسنۍ موندنې ښيي چې کوم کسان د کورونا خورا سخته ناروغي لري په دوی کې د ټي ژونکې په نوم د خوندیتوب یوه ژونکه ډېره کمه وي.
ټي ژونکې له بدن عفونت لري کوي.
طبي ازماینې به دا وارزوي چې ایا اینټرولیکین-۷ درمل چې فکر کېږي د ټي ژونکو شمېر زیاتولی شي، د کورنا د رنځورانو له رغېدو سره مرسته کولی شي کنه؟
دې پلټنه کې د برتانیا د مختلفو پوهنتونونو او طبي مرکزونو ادارې ښکېلې دي.
دوی د کووېډ-۱۹ په ۶۰ ناروغانو کې د خوندیتوب یا دفاعي ژونکې څارلې او په یو شمېر ټي ژونکو کې یې ښکاره زیان لیدلی دی.
د کرېک انستیتیوت غړی پوهاند ادرین هایډې وایي، دې ډېر هیښ کړ چې ویې لیدل د خوندیتوب ژونکو ته څه پېښېږي:
"دوی زموږد خوندیتوب هڅه کوي، خو ویروس داسې ښکاري چې تر دوی لاندې بنسټ له منځه وړي، ځکه د دې ژونکو شمېر په ډراماټیک ډول کمېږي".
هغه بالغ کسان چې عادي صحت ولري د وینې د یو څاڅکي په یو مایکرو لېټر( ۰،۰۰۱) ملي لېتر کې یې له دوو زرو تر څلور زرو ټي ژونکې یا لیمپوسېټ وي.
خو د کووېډ-۱۹ هغو ناروغانو کې دا ژونکې له ۲۰۰ تر ۱۲۰۰ وې چې دې ډلې معاینه کړي دي.
ډېر هڅوونکي

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکي وایي، دا موندنې دوی ته دا لار برابروي چې د ګوتنښو داسې ازموينه شونې کړي چې له لارې به یې په وینه کې د ټي ژونکو کچه مالومه کړي چې په دې ډول ښايي د لا سختو ناروغيو د لومړنيو نښو موندل شوني شي.
دا موندنې دا د داسې ځانګړې درملنې امکان هم برابروي چې د خوندیتوب ژونکو کمېدل سرچپه کړي یانې که له درملنې مخکې کمېدې له درملنې سره به زیاتېږي.
د لندن په تومس روغتون کې د سختې څارنې یا جدي مراقبت سلاکار مانیو شنکر- هاري وایي، نږدې ۷۰ سلنه ناروغان چې دی یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په سخت مراقبت کې ویني- په یو مایکرولېټر کې له ۴۰۰ تر ۸۰۰ ټي ژونکې لري:
"کله چې د دوی رغېدل پیل شي، نو د لېفوسېټ یا ټي ژونکو کچه یې هم ښه شي".
په سپیسیس(هغه عفونت چې ټول بدن نیسي) اخته کمو ناروغانو کې هم د اینټرولیوکین۷ معاینه شوی او دې ته لار برابره شوې چې د دې ځانګړو حجرو بې عیبه تولید ډېر شي.
اینټرولیوکین۷ د وینې له سپین ګلوبول ترشح کېږي او د بدن التهاب او دفاعي حالت ته ځواب کې مهم رول لري
دې ازموینه کې به دا- اینټرولیوکین۷- هغو ناروغانو ته هم ور کول کېږي چي کم لمفوسیټ یا ټي ژونکې لري او له دریو ورځو د ډېر وخت لپاره سخت مراقبت کې وي.
ښاغلی شنکر- هاري وایي: موږ هیله لرو چې کله د ژونکو شمېر زیات کړو، نو ویروسي عفونت به ور سره له منځه تلل پیل کړي:
""د ځانګړي مراقبت د طبیب په توګه هغه ناروغان څارم چې خورا بد وضعیت لري او نور هم ملاتړی مراقبت لري، موږ د دې ناروغیو مقابل کې کوم مخامخ فعال علاج نه لرو".

د عکس سرچینه، Science Photo Library
نوموړی زیاتوي، اوس چې برتانیا کې د دا ډول علاج طبي ازماینه کېږي د سخت مراقبت روغتیاپال یې ډېر هیله من کړي دي.
دې څېړنې داسې ځانګړو لارو موندلو ته هم څرک برابر کړی چې پکې دا ناروغي د خوندیتوب یا دفاعي سیستم سره تعامل کوي او پوهاند هایډې یې مهمه په دې بولي چې نړۍ کې ساینسپوهان په ارزښتناکو کلینیکي مالوماتو پسې دي:
"دا وېروس چې یو مخ یې په ځمکه بېړی حالت بدل کړی بې ساری دی. دا توپیر لري، دا بې مخینې دی".
د هغه په خبره، کورونا وېروس متفاوت دی او راتلونکې څېړنې چې دوی به یې سملاسي پیل کړي د هغه میکانیزم موندل اړین بولي چې له امله یې وېروس دا اغېز لري.








