د اوبو دوران یا سایکل څه وخت وپېژندل شو؟

په دې لیکنه کې د اوبو سایکل پېژندلو ته کتنه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې لیکنه کې د اوبو سایکل پېژندلو ته کتنه شوې ده.
    • Author, محمد عاصم مایار
    • دنده, د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد

په ماشومتوب کې مې له نالوستو کسانو ډېره دا پوښتنه اورېده چې اوبه بالاخره چېرې بهیږي؟

ځینو به ویل چې اوبه بالاخره په یوه توده تیږه لوېږي او د تيږې د تودوخې له امله وچېږي. ځینو نورو بیا ویل چې اوبه د یوه سوري له لارې د ځمکې تل ته ننوځي.

دویم نظر تر اوسه هم په فیسبوک کې لیدل کېږي چې د بند د پرچاوې سوري ته په اشارې، ځېنې کسان پورتنۍ خبره تکراروي او وايي دا هماغه لار ده.

خو په اصل کې داسې نه ده. دا د انسان په لاس د جوړ شوي بند پرچاوه ده چې د ذخيرې له اندازې ډېرې اوبه په خوندي ډول د بند لاندینۍ خوا ته د تونل په مرسته لېږدوي.

ډا ډول افکار پخوا وختونو کې تر هغه موجود وو چې د اوبو په سایکل یا دوران بشر نه و پوه شوی. د اوبو دوران په طبیعت کې له پیله په اوسني ډول تړل شوی دی خو تر ډېره ناوخته پورې چا نه وو پېژندلی.

په دې لیکنه کې د اوبو سایکل پېژندلو ته کتنه شوې ده.

د اوبو دوران چې هایدرولوژیکي سایکل هم بلل کېږي هغه پروسو ته وايي چې په هغه کې اوبه په ځمکه، بحرونو او اتموسفیر کې را څرخي.

په دې سایکل کې د اورښت په مرسته له اتموسفیر څخه د اوبو راټیټېدل، په سیندونو کې د اوبو بهېدل، او د تبخیر او تعرق په مرسته له بحرونو او ځمکې بېرته اتموسفیر ته پورته کېدلو پروسې شاملې دي.

دا سایکل پیل او پای نه لري او په مسلسل او همهاله ډول روان دی.

د اوبو د سایکل پروسې په جلا توګه څه نا څه پېژندل شوې وې. د بېلګې په توګه د کرنې لپاره د اورښت د کچې ثبت کول له میلاد څخه مخکې په چین، هندوستان او همدارنګه په لومړی مېلادي پېړۍ کې په اوسني فلسطین کې شوي وو.

اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

تر میلاد ۶۰۰ کاله د مخه، تالېس لومړنی یوناني فیلسوف وو چې په دې اړه یې نظر ورکړ او هغه دا چې باران یې د بحر له بخار څخه رامنځ ته کېدونکی باله.

همدارنګه ارسطو له میلاد څخه ۳۵۰ کاله د مخه د بارانونو او وریځو په اړه لومړنی کتاب د متیورولوژي په نامه لیکلی. له اتمې پېړی وروسته اسلامي علماوو هم په دې اړه ځېنې کتابونو لیکلي چې مهم هغه یې د بو علی سینا 'الشفاء ' دی.

په دې کتاب کې د ورېځو په جوړېدلو کې د غرونو رول او د اوبو د سرچینو په اړه بحث شته.

خو بیا هم د ځمکه لاندې اوبو (Ground water) په اړه پوهاوي نه وو. په لرغوني مصر او یونان کې تر اوږدې مودې قوي نظریه دا وه چې اوبه په بحرونو کې تر راغوڼدېدو وروسته ځمکې ته ننوځي او بیا په غرونو کې تر راپورته کېدلو وروسته د چینو په بڼه را بهر کېږي.

حال دا چې بارانونه یې هم په سترګو لیدل. خو باران یې په سیندونو کې د اوبو له کچې سره معادل نه ګاڼه.

له تاریخي پلوه، په ادیانو کې هم د اوبو سایکل په اړه روایات راغلي دي. د بېلګې په توګه، لومړنۍ نښې نښانې په دې اړه د یهودانو په دیني کتاب کې نقل شوې.

په هندو ایزم، نورو ادیانو او وروسته په اسلام کې هم په دې اړه روایات شته. دا روایتونه په لڼد ډول یا د اشارو په بڼه دي. او د کمیت په اړه یې د ریاضي او فزیک محاسبات نه وو شوي.

له همدې امله له ساینسي محاسباتو وروسته، مفسرینو له دیني متنونو د ساینس مطابق معنی استباط کړه او هغه یې له ساینس سره د دین توافق وباله.

خو اوس هم د ادیانو په پلویانو کې اختلاف په دې موجود دی چې هر یو خپل دین تر بل هغه د دې پروسې په شرحه کې مخکې او یا دقیق ګڼي. د یادونې وړ بولم چې دا د ساینس دنده ده چې د یوې طبیعي پېښې د څرنګوالي (څه ډول پېښدلو) په اړه پلټنه وکړي.

په ساینسي لحاظ د اوبو سایکل په اوسنی بڼه لومړی په ۱۵۸۰م کې د فرانسوي عالم برنارد پاليسي لخوا تشریح شو او له باران څخه د ترلاسه شویو اوبو بیلانس بیا د اتلسمې پېړی په پای کې معلوم شو. خو د دې ټولو سربېره عامو وګړو د اوبو سایکل په شلمه پېړۍ کې وپېژاند.

اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۵۵ پورې د اوبو سایکل په اړه ډېر پرمختګ وشو.

د دغه سایکل په برخو تر پوهېدو وروسته په نړی کې د خوږو اوبو په اړه پلټنې وشوې. همدارنګه د اوبو د مدېریت لپاره د ارقامو د ثبت او تحلیل لپاره سیستماتیکې کړنلارې او تړونونه رامنځ ته شول.

په ځمکه د اوبو د کچې او د اړوند اتموسفیري پارامترونو څار هم پیل شو. خو ښه پایله هغه هېوادونو درلوده چې د ارقامو د څار شبکې يې ګڼ شمېر وسایل درلودل.

په ۱۹۶۰ کال کې مصنوعي سپوږمکیو د ځمکې او د هغه اړوند پروسو څار پیل کړ.

دې کار د اوبو له سایکل سره نوره مرسته هم وکړه. په ۱۹۷۰ کې له سپوږمکۍ د باران او په خاوره کې د اوبو د کچې معلومول ترلاسه شول. وروسته پلان دا شو چې د امریکا متحده ایالتونه د NASA په مشرۍ د ځمکنيو پروسو په اړه یو څېړنيز پروګرام پیل کړي.

دې پروګرام د اوبو سایکل ځمکني پارامترونه له اتموسفیري او بحري هغو سره په دقیقه بڼه یوځای کړل، چې په مرسته یې د ټولې ځمکې د اوبو او تودوخې د سایکلونو اړیکه هم پیدا شوه.

دې کار د اوبو سایکل په اړه یو جامع لید وړاندې کړ او په مرسته یې د اقلیمي پروسو د اټکل په دقت کې پرمختګونه رامنځ ته شول.

په دې سربېره، د اوبو سایکل هره برخه اوس یو بېل علم دی او ګڼ شمېر ساینس پوهان يې په جزیاتو څېړنې کوي. تر څو لا ښه پرې پوه شي او د بشریت د ګټو لپاره یې وکاروي. خو بشپړ پوهېدل به یې ډېر وخت ته اړتیا ولري.

د لیکوال په اړه:

محمد عاصم مایار د کابل د پولېتخنیک پوهنتون استاد او همدا راز د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا محصل او څېړونکی دی. د نوموړي د څېړنې موضوع "د اوبو د منابعو مدیریت " ده. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او وړاندیزونه په لیکوال پورې اړه لري.