د انټرنېټ یو بنسټګر لاري روبرټس ومړ

انټرنټ

د عکس سرچینه، CARLOS ALVAREZ

د عکس تشریح، د انټرنټ څلور مخکښ بنست اېښودوونکي له کیڼ لوري لاري روبېرټ، باب کان، وېنټ سیرف او لېن کلینراک.

امریکايي ساینس پوه لاري روبرټس چې د انټرنېټ مخکښ یو بنسټګر بلل کیږي، د ۸۱ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د شپېتمې لسیزې په وروستیو کې نوموړي د امریکا پرمختللو څېړنو پروژې اژانس یوه برخه (Arpa) چلوله چې بیا ورته د (Arpanet) په نوم کمپیوټر د شبکې جوړولو دنده ورکړل شوه.

نوموړي انجینران وګمارل چې د سیستم د جوړولو لپاره سافټویر او هارډویر وازمايي.

ارپانیټ داسې ټکنالوژي جوړه کړې چې په مټ یې انټرنېټ جوړ شوی او لا هم کاریږي.

ډاکټر روبرټ د انټرنېټ د څلورو بنسټګرانو له ډلې یو دی. درې نور یې باب کان، وېنټ سیرف او لېن کلینراک.

د کیمیا پوهانو زوی ډاکټر رابرټ د خپل مور او پلار خلاف ټکنالوژي د خپلو زدکړو برخه ټاکلې وه.

له نیوریاک ټایمز سره په خبرو کې نوموړي ویلي: "ما نوي څه غوښتل، نه لکه د کیمیا په شان زاړه".

د ټکنالوژي په برخه کې د انټرنېټي اصلي شبکې او ددې شبکې چارچاپېر د معلوماتو لاس په لاس کولو نقشه ډاکټر روبرټ جوړه کړې وه.

انټرنټ رابرت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټکنالوژي په برخه کې د انټرنېټي اصلي شبکې او ددې شبکې چارچاپېر د معلوماتو لاس په لاس کولو نقشه ډاکټر روبرټ جوړه کړې وه.

ارپانیټ ته د انټرنېټي شبکې په توګه لومړي څلور کمپیوټرونه په ۱۹۶۹ کې نښلول شوي وو. دې شبکې بیا وروسته له هغې وده وکړه چې پوهنتونونه او د څېړنو مرکزونه ورسره وصل شول.

رابرټ د شبکې د پرمختګ لپاره لومړني کاروونکي هڅول چې خپلو منځو کې ایمیلونه ولېږي چې د شبکې عملي چارې پیاوړې شي.

ارپانیټ په کال ۱۹۸۳ کې کې د انټرنېټ لویې شبکې سره ورګډ او ددې شبکې یوه برخه شوه.

د ډاکټر رابرټ کورنۍ ویلي، هغه د ډیسمبر په ۲۶مه د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.