له زيږونه د لومړي ډول ډيابېټ مخنيوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مایکل رابرټس
- دنده, د بي بي سي انلاین روغتيا اېډېټر
متخصصين فکر کوي داسې لاره يې موندلې چې په لومړي ډول يا "ټايپ ون" ډيابېټ یا شکرې د هغو ماشومانو د اخته کېدو مخه نیسي چې د اخته کېدو ډېره وېره يې وي.
دوی د ماشوم د بدن دفاعي سيستم د پوډري انسولين د ورکړې له لارې په داسې ډول روزي چې د ژوند تر پایه يې خونديتوب شونی کړي.
انسولين د وينې د خوږې یا شکرې د قابو کولو هورمون دی چې په ډيابېټ کې زیانمنېږي.
اوس د برتانيا په څو مېنو کې میندوارو مېرمنو ځانونه په دغه ازمویښتي درملیز پړاو کې د ګډون لپاره ثبت کړي دي.
په دغه ازمويښتي پړاو کې ګډونوال ميندې او پلرونه به خپلو ماشومانو ته له شپږ مياشتنۍ تر درې کلنۍ په ورځني ډول پوډري انسولين ورکوي.
پر دوی به څېړنډلې وخت ناوخت ګرځي او د ماشوم روغتيا به څاري.
په دغه څېړنه کې د ګډونوالو ماشومانو نيمايي ته به واقعي انسولين ورکول کېږي او پاتې نورو ته به له درمل پرته پوډري انسولين ورکول کېږي.
د دې لپاره چې څېړنې دوه مخې ونه خېږي نه به څېړنډله او نه هم په څېړنه کې ګډونوال په دې پوهېږي چې کومو ماشومانو ته کوم ډول انسولين ورکړل شوي دي.
لومړی ډول يا ټایپ ون ډېابېټ
فکر کېږي چې په هرو سلو کې يو ماشوم داسې جينونه لري چې دوی د لومړي ډول ډيابېټ له خطر سره مخ کوي چې په انسولين تکيه لري.
متخصصين وايي پر نوو زیږېدلو ماشومانو د وينې دوامدار ټسټ هم د دغو جينونو په پېژندلو کې مرسته کولی شي.
د اکسفورډ پوهنتون څېړونکي غواړي ۳۰۰۰۰ ماشومان په دغه ډول وڅاري، د هغوی ترمنځ هغه ماشومان غوره کړي چې یاد ازمويښتي پړاو ته وړ دي.
دوی هیله لري چې پوډري انسولين چې د قاشوقې په وسیله اخیستل کېږي وکولی شي د بدن خپل انسولين د دې وړ وګرځوي چې دفاعي سيستم د لومړي ډول یا ټایپ ون ډيابېټ مخه ونيسي.
دا اوس د لومړي ډول ډیابېټ د مخنيوي هېڅ لاره نه شته.
نور بيا په دې هم ازموينې کوي چې ایا یو بل ډول درمل چې مېټفارمين يې بولي په ماشومتوب کې د ډيابېټ مخنيوی کولی شي که نه.
لومړی ډول ډیابېت د دې لامل کېږي چې پانقراس غده د انسولين له توليدولو پاتې شي او له دې سره په وينه کې د ګلوکوز کچه ډېره لوړه شي.
دا په اوږدمهال کې د ګڼو جدي ستونزو لامل کېدی شي، لکه ړندېدل، د زړه ناروغۍ او سکتې.
د اکفسورډ پوهنتون د څېړنډلې مشر ډاکټر متېو سنېپ وايي: "په ماشومانو او د دوی په کورنيو کې د ډېابېټ مخنیوی او د هغو د پېچلي کېدو له لارې د ړندېدو، د بډوډو او د زړه د ناروغيو د خطر له منځه تګ په زړه پورې خبر دی".









