اپل شرکت د پخوانیو موبایلونو د چارو سوکه کولو له امله بښنه غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
اپل شرکت چې په لوی لاس یې د زړو موبایل ټیلیفونونو فعالیت سوکه کړی، د ډیرو نیوکو له امله یې له خپلو مشتریانو بښنه وغوښته.
اپل اعلان وکړ چې د دې ستونزې د جبران لپاره دغه شرکت د بېټرۍ د بدلولو بیه کمه کړې ده.
ډېرو کاروونکو مخکې شکایت کاوه، چې ګواکې اپل په لوی لاس داسې کوي، چې د وخت په تېرېدو دا مبایلونه سست او خلک نويو ایفون ټیلیفونو اخستلو ته اړ شي.
اپل د دغې بدګمانۍ په تاییدولو سره وايي، په لوی لاس هغه ټلېفونوني ماډلونه کمزوري کوي چې زړېږي.
دا شرکت زیاتوي، د دې ټلېفونونو سستېدل د دوی د بېټریو د کار له امله دی چې د وخت په تېرېدو سره کمزورې کېږي.
د اپل ځېنې ایفون کارنو په امریکا، اسراییل او فرانسه کې له دغه شرکته محکمې ته شکایت کړی.
اپل په خپل تازه بیان کې ویلي د ایفون ۶ او د هغه د پخوانيو ماډلونو د بېټریو بیه یې له ۷۹ ډالرو څخه ۲۹ ډالرو ته ټیټه کړې ده.
دوی زیاتوي، چې اپل به د خپلو مشتریانو د باور د بیا جوړولو لپاره نوي تدابیر ونیسي.








