اپل د کورني سیستم ماتولو "هومکېټ" کې نیمګړتیا بشپړه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
اپل شرکت په الکترونیکي "هومکېټ" سیستم کې هغه نیمګړتیا بشپړه کړه، مچې د ورونو د قفلونو او ګروپونو په څېر د کور ځیرکو توکو سیستم ته یې د پردیو لاسرسي ته اجازه ورکړې وه.
دا نیمګړتیا د ځیرک تیلېفونونو چلیځ غونډال (اپرېټېنګ سیستم) ای او اېس ۱۱٫۲ کې رامنځ ته شوې وه، چې مجرمانو ته یې له انټرنېټ سره د تړل شویو کورنیو توکو د پرانیستلو اجازه ورکوله.
یوه الکترونیکي څېړونکي پر "نایټ ټو فایف ماک" وېبپاڼې پخپل رپوټ کې دا نیمګړتیا لیکلې وه. دا وېبپاڼه د اپل د تولیداتو په اړه خبرونه خپروي.
اپل شرکت ویلي، اوس یې د ستونزې د لنډمهالي حل لپاره له لیرې د هومکېټ کاروونکو ستونزه حل کړې ده.
هومېکټ سیسټم د اپل تولیداتو ته دا جازه ورکوي چې د کور ځینې توکي او پر انټرنېټ پورې تړلی سیستم وکاروي.
کاروونکي دا پروګرام پر خپلو سیستمونو نه شي نوی کولی؛ ځکه چې د نیمګړتیا اصلاح کول یوازې د اپل کارمنو له خوا ترسره کېږي.
"ناین ټو فایف ماک" وېبپاڼې ویلي، دا نیمګړتیا "خطرناکې پایلې" لري، خو ټینګار یې دا دی چې ګټه ترې اخیستل ګران" کار دی.
اپل په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د ۱۱٫۲ ای او اېس سیستم له لارې د هومکېټ کاروونکو ستونزه حل شوې ده".
خبرپاڼه زیاتوي "د ستونزې حلولو پرمهال له لیرې له انټرنېټ سره د کاروونکو نښلول معطل شوي وو، چې راتلونکې اونۍ به د پروګرام په نوي کولو سره بېرته خپل کار پیل کړي".
په وروستیو کې پر اپل شرکت نیوکې ډېرې شوې دي. دا نیوکې وروسته تر هغه ډېرې شوې، چې ځینو اپلېکېشنونو (کاریالونو) یې خطرناکې نیمګړتیاوې لرلې.
په تېره اکتوبر میاشت کې، ګڼو کاروونکو ومونده چې د ۱۱ عملیاتي سیستم نوي کولو پرمهال "ای" توری پر "اې" توري او بل سمبول بدل شوي وو.
په تېره نومبر میاشت کې، د "ماک او اېس های سییرا" تر ټولو تازه سیستم کې یوه لویه نیمګړتیا کشف شوه، چې ماک سیستمونو ته یې د تېرنويي (پاسورډ) له لیکلو پرته د ننوتلو اجازه ورکوله.
خو شرکت بښنه وغوښته، "زموږ مشتریان د غوره خدمتونو مستحقین دي". اپل د کورني سیستم ماتولو "هومکېټ" کې نیمګړتیا بشپړه کړه









