فرانسې پر ډېرو ډنګرو ماډلو نجونو بندیز لګولی

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسه کې اوس هغه قانون پلی کېدو ته وړاندې شو چې له مخې به یې خورا ډنګرې ماډلو نجونو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
وروسته له دې به ماډلې نجونې اړې وي له ډاکتره تصدیق راوړي چې دوی له عمومي روغتیا برخمنې دي او د ونې په تناسب یې وزن برابر دی.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت وايي ځینې نجونې د دې لپاره چې په اصطلاح د ښایست له معیار سره برابرې شي، ناسم خوراکونه کوي، نو غواړي په وینا یې غواړي مخه یې ونیسي.
موخه یې دا ده چې له هغه ډول ناسمو خوراکونو مخنیوي وکړي چې نجونې یې ګواکې د ښایست معیار سره د جوګه کېدو په موخه غوره کوي.
همدارنګه د اکتوبر میاشت له لومړۍ باید هغه عکسونه چې ډېجيټلي بدلون پکې راغلی وي هم په ګوته شي.
د ماډلو نجونو پر هغو انځورونو چې پکې لاس وهل شوی وي باید ولیکل شي چې "لاس وهل شوی عکس".
تر دې مخکې قانون پر وړاندې چې د قد په تناسب د وزن پر مسلې لږ ټینګار شوی و د فرانسې د ماډلېنګ یو شمېر شرکتونو اعتراضونه وکړل.
خو وروستۍ نسخه یې ډاکترانو ته دا واک ورکوي چې د ماډلې د عمر، وزن او ونې له په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړي چې ډېره ډنګره ده که نه.
څوک چې له قانونه سرغړونه وکړي کېدی شي تر ۷۵۰۰۰ یورو جریمه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسې د روغتیا او ټولنیزو چارو وزیر مارېسول تورېن وايي: " ځوانانو ته د بدن د نارېښتونو عکسونو او په اړه یې د ناسمو نظرونو وړاندې کول، دوی له ځانه بېزاروي او بې باوره کوي یې چې دا پخپله د دوی پر روغتیايي چلند ناوړه اغېزه کوي".
فرانسه لومړنی هېواد نه دی چې پر ډېرو ډنګرو ماډلونو دا قانون پلی کوي، ایټالیا، هسپانیې او اسرايیلو لا پخوا دا کار کړی دی.
د ناسم خوراک له ستونزې فرانسه کې ۳۰،۰۰۰ تر ۴۰،۰۰۰ کسان کړېږي چې ۹۰سلنه یې ښځې دي.








