کیم کارداشیان د پاریس هوټل کې په وسلې ګواښل شوې

د عکس سرچینه، Getty
په نړیواله کچه د ماډل پېژندل شوې څېره کیم کارداشیان د پاریس یوه هوټل کې په وسلې ګواښل شوې ده. د پولیسو په یونیفورم کې دوو کسانو هغه ګواښلې ده.
د اغلې کارداشیان ویاند ویلي، کارداشیان د دوشنبې په ورځ وختي د دوو مخ پټو کسانو له خوا، چې د پولیسو جامې یې لرلې ګواښل شوې.
د نوموړې د ویاند په خبره، کارداشیان ته په ګواښ کې کوم زیان نه دی رسېدلی، خو ډېره ترهول شوې ده.
د فرانسې پولیسو دا خبر تایید کړی، چې ګواښونکو د کارداشیان د میلیونونو ډالرو په ارښت ګاڼه لوټلي او وړي دي.
د کارداشیان مېړه کین وسټ د دغه خبر له اورېدو وروسته، په نیویارک کې د میډوز په نامه د موسیقۍ جشن په نیمايي کې پرېښود.

د عکس سرچینه، Getty
هغه خپلو مینه والو ته په خبرو کې وویل، اړ دی چې د یوې مهمې "کورنۍ موضوع" له کبله له وخت وړاندې دا جشن پرېږدي.
- سکارټ جوهانسن تر ټولو ګټیالۍ فلمي لوبغاړې
- <link type="page"><caption> "پښې لوڅې سندرغاړې" سیزاریا ایوورا ومړه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2011/12/111218_hh-singer_cesaria_evora" platform="highweb"/></link>




