سزارین عملیاتو د انسان د ارتقا بهیر اغېزمن کړی

د عکس سرچینه، Thinkstock
پوهان وايي، د ماشوم زېږولو لپاره د سزارین عملیاتو ورځ له بلې زیاتېدلو د انسان د ارتقا بهیر اغېزمن کړی دی.
د وروستۍ مطالعې له مخې، اوس ډېرې میندې د زېږون لپاره سزارین ( هغه عملیات چې د مور نس څیرې کوي او ماشوم تر راباسي) کوي او وجه یې هم د لګن خاصره ډېر تنګېدل بلل شوي دي.
څېړونکي اټکل کوي چې په ۱۹۶۰ کلونو کې په زرو کې د ۳۰ ښځو د زېږون لار تنګه وه، خو اوس دا شمېر ۳۶ ته پورته شوی دی.
په اتریش کې پوهان وايي، چې دا بهیر به روان وي، خو دومره هم نه چې دودیز زېږون له اکثریت وغورځوي.
په ویانا پوهنتون کې د ژوندپوهنې د څانګې ډاکټر فیلیپ میتروکر وايي: "دا چې ولې د زېږون لار کې د نوزیږي د نه ځایېدلو ستونزه ډېره شوې، وجه دا ده چې د کومو ښځو لګن خاصره ډېره تنګه وه، سل کاله مخکې د زېږون په مهال مړې کېدلې، خو اوس ژوندۍ پاتې کېږي او خپل جن راتلونکي نسل ته لېږدوي په پایله کې د دوی د لوڼو لګن خاصره هم تنګېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images
متضاد ځواکونه
دا پوښتنه کېږي چې ولې د وخت په تېرېدلو سره د انسان لګن خاصره پراخه نه شوه.
د نوزېږی انسان سر له نورو لویو تي لرونکو ژوو لوی دی، په پایله کې د بیزو په څېر حیوان اسان زېږون کوي.
څېړونکو د روغتیا نړیوالې ادارې او نورو سترو مطالعو په کارولو سره د ریاضي یو ماډل ډيزاین کړ، چې له مخې یې دوی د ارتقا یا تکامل تضاد ته پام شو.
دوی وایي، که له یوې خوا نوزېږي لا ډېر لوی او روغ رمټ دي، خو دا پرمختیا د تکامل له مخې تناقض پیدا کوي، ځکه که نوزېږي ډېر لوی یا غټ وي، نو د زېږون په مهال د مور ځېلان(رحم) کې پاتې کېږي.
دغه حالت پخوا د مور او ماشوم لپاره مرګونی و، هغه مهال ماشوم ته د مور د جن د لېږد مخنیوی کېده.
ډاکټر میتروکر وايي، سزارین عملیاتو د کوچنیو نوزېږو طبیعي بهیر له منځه یووړ: "زه پر طبي لاسوهنه نیوکه نه کوم، خو دغې چارې پر تاکامل اغېز کړی دی. پوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې به څه کېږي؟ هیله من یم چې دا بشپړتیايي بهیر دوام ولري، خو ښایي کم او ورو وي"..
نوموړی هیله ښيي چې سزارین عمل د ډېری ماشومانو په برخه نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images








