ترکۍ مور د پلاستیکي چپلکې په ګوزار بندي کېږي

د عکس سرچینه، DHA
په ترکیه کې یوه ۶۲ کلنه مور له دې کبله د بند له سزا سره مخامخېدونکې ده، چې ګني خپل زوی یې د کورنۍ لفظي شخړې پرمهال په پلاستیکي چپلکه ویشتلی دی.
د حسن جوزیل په نامه سړي پولیسو ته له خپلې مور نه شکایت کړی او هغه یې د "وسلې کارولو" له لارې د ده په خوږولو تورنه کړې ده.
د ترکیې د سزا د قانون ۸۶ مادې پربنسټ، ښايي تورنه شوې مور د دوو تر پنځو کلونو بند له سزا سره مخامخه شي.
دغې مور دوګان خبري اژانس ته ویلي: "خپله چپلکه مې راوایستله... او زوی مې پرې خوږ نه کړ". دې پولیسو ته ویلي، ځکه یې چپلکه پرې راواخیسته چې زوی یې د وهلو نیت درلود.
دا زیاتوي، وروسته تر هغه یې په چپلکې د هغه د وهلو هوډ وکړ چې زوی د مور کور ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو تر اوسه د دوی د لفظي شخړې لامل نه دی روښانه شوی.
خو کله چې له دې مور وپوښتل شول، ایا چپلکه هم په وسله کې راځي، دې وویل: "فکر نه کوم، ورته وګورئ. دوی وايي دا وسله ده. دا خو له پلاستیک نه جوړه شوې سپکه چپلکه ده. ډېره کم وزنه."
د "حریت" په نامه وېبپاڼې د مور د وکیل له خولې لیکلي "سر له ننه باید میندې پر خپلو بچیانو د چپلکو د ګوزارونو په اړه ښه فکر وکړي."




