افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ له منځه تلو ته هیله مندي

ملګري ملتونه اوس هیله مندي ښيي، چې پاکستان او افغانستان کې به څو راتلونکو میاشتو کې ګوزڼ له منځه یوسي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملګري ملتونه اوس هیله مندي ښيي، چې پاکستان او افغانستان کې به څو راتلونکو میاشتو کې ګوزڼ له منځه یوسي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې استازی ډاکټر مايکل تېرن وايي، کېدای شي راتلونکو څو مياشتو کې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو رنځ په له منځه وړلو بریالي شو.

ډاکټرمایکل تېرن له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د تېر پرتله روان عیسوي کال په نړۍ کې د پولیو تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي.

که د ډاکټر مایکل خبره رښتیا شي نو له نړۍ څخه پولیو رنځ ورکېدای شي، ځکه چې اوس يوازې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو رنځ شته.

ډاکټر مايکل دا خبرې په داسې وخت کې کړې، چې نن سه شنبه د پاکستان او افغانستان د نورو سیمو په څېر په پښتونخوا او قبايلي سیمو کې هم د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاين پېل شو.

د قبايلي سیمو او پښتونخوا چارواکي وايي، په سختو امنيتي تدبیرونو کې يې له ننه د ګوزڼ ناروغۍ ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاین پېل کړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د قبايلي سیمو او پښتونخوا چارواکي وايي، په سختو امنيتي تدبیرونو کې يې له ننه د ګوزڼ ناروغۍ ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاین پېل کړ

د قبايلي سیمو او پښتونخوا چارواکي وايي، په سختو امنيتي تدبیرونو کې يې له ننه د ګوزڼ ناروغۍ ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاین پېل کړ.

په پېښور کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد ادارې یوه مشر ډاکټرمحمدجوهر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پښتونخوا، قبایلو او نورو سیمو کې اوس د پولیو وایروس کمزوری شوی خو لاهم په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

ملګري ملتونه اوس هیله مندي ښيي، چې پاکستان او افغانستان کې به څو راتلونکو میاشتو کې ګوزڼ له منځه یوسي او وروسره به دغه ناروغي له نړۍ ورکه شي.

د یادې ادارې د چارواکو په خبره په روان عیسوي کال کې په پاکستان کې ۱۱ او افغانستان کې پينځه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي.