بلوچستان کې د پولیو ضد کمپاين پيلېږي

د عکس سرچینه، Getty
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
په بلوچستان کې د روغتيا څانګې چارواکي وايي، د دغه ایالت په ۱۲ ولسوالیو کې به سر له ننه د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پرضد درې ورځنۍ کمپاين پېل شي.
دا کمپاین په داسې حال کې پيلېږي، چې په همدې اوونۍ کې په کراچۍ ښار کې د پولیو ډلو پر ساتونکو پولیسو برید شوی و او تر دې برید وروسته په پنجاب کې د پولیو کمپاین ځنډول شوی و.
د پاکستان په جنوب لوېديځ بلوچستان ایالت کې به دوشنبه (۲۵ اپرېل) د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکو يا واکسينو کمپاين پېل شي. د روغتيا څانګې د چارواکو په خبره په دغه کمپاين کې به د پنځو کالو کم عمر لرونکو شاوخوا ۱،۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
په بلوچستان کې د دغې ناروغۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ډاکټر سیف الرحمان بي بي سي ته وویل، "د ایالت په ۱۲ ولسوالیو کې به دا کمپاین چلېږي"، چې په خبره يې د افغانستان له پولې سره څېرمه به هم دوام ولري.
د ډاکټرسیف الرحمان په وينا له کراچۍ نیولې بیا تر کوټې، پښين، کلاعبدالله او ان تر کندهاره پورې د پولیو د یوه وایروس له امله ماشومان معیوبه کېږي؛.
د يادې شوې ادارې مشر وايي په همدې لړ کې يې د افغانستان له روغتيايي چارواکو سره هم هره اوونۍ پر ټيليفون خبرې کېږي او ځکه دواړو غاړو ته د پولیو پر ضد کمپاين هم په يوه وخت کې پيلېږي.
په بلوچستان ایالت کې د پولیو ناروغۍ ضد کمپاين په داسې حال کې پېلېږي، چې په همدې اوونۍ کې د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار د پولیو ډلو پر ساتونکو پولیسو برید شوی و او لږ تر لږه اووه پولیس سرتېري په کې وژل شوي وو.
تر دغه برید وروسته په پنجاب ایالت کې د پولیو کمپاين ځنډول شوی. خو د بلوچستان ایالت د روغتيا او کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دې کمپاين لپاره يې کلک امنيتي تدابیر نیولي دي.








