د پاکستاني پولیسو د قاتلانو نیولو په باب نغدي انعام

د عکس سرچینه، AFP

د پاکستان کراچۍ کې د ګوزڼ کمپاین اووه ساتونکي پولیس وژل شوي، چې درو یې د ګوزڼ ضد واکسین د کارکوونکو ساتنه کوله.

پاکستاني چاراکو "پاکستان ټریبیون" ورځپاڼې ته ویلي، اتو په موټر سپرو وسله والو د پولیسو پر درې کسیزې ډلې ډزې کړې او بیا وروسته یې یو موټر په نښه کړی، چې څلور افسران پکې سپاره وو.

پاکستان کې اسلامپالي وسله وال د واکسین پر کارکوونکو بریدونه کوي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین نه پرېږدي.

په تېره جنورۍ میاشت کې، د سوېل لوېدیځې کوټې ښار د واکسین په یوه مرکز کې بمي برید لږترلږه ۱۵ کسان ووژل.

انعام

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې ویلي، پولیسو د وژونکو د موندلو او یا یې د ځای ځایګي معلومولو په مقابل کې ۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام اعلان کړی.

د وژل شویو کورنیو ته هم د جبران لپاره د دوه میلیون کلدارو ورکولو اعلان شوی.

د سیند ایالت د پولیسو یوه مشر جنرال اې ډي خواجه ویلي، د پولیو څاڅکي باید په هر قیمت چې وي، ماشومانو ته ورسول شي، او د ګوزڼ ضد واکسین د ټیمونو د ساتنې لپاره باید امنیت غښتلی شي.

د افغانستان سربېره، پاکستان هغه دویم هېواد دی، چې لاهم د ماشومانو د ګوزڼ بېلګې پکې موندل کېږي.

پاکستان کې تر ډېره اورپکي د ګوزڼ واکسین پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کوي، چې د ۲۰۱۲ کال له دسمبر میاشتې راهیسې یې په دغو بریدونو کې نژدې ۸۰ کسان وژلي دي.

په ۲۰۱۴ کال پاکستان کې د ګوزڼ تر ۳۰۰ ډېرې قضیې ثبت شوې وې، چې دا له ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو لویه شمېره وه.

تر ډېره د ګوزڼ بېلګې د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې وې، هلته چې اورپکي ډېر فعالیت لري او روغتیايي ټیمونه په نښه کوي.

پاکستاني چاراکو "پاکستان ټریبیون" ورځپاڼې ته ویلي، اتو په موټر سپرو وسله والو د پولیسو پر درې کسیزې ډلې ډزې کړې او بیا وروسته یې یو موټر په نښه کړی، چې څلور افسران پکې سپاره وو.

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس تشریح، پاکستاني چاراکو "پاکستان ټریبیون" ورځپاڼې ته ویلي، اتو په موټر سپرو وسله والو د پولیسو پر درې کسیزې ډلې ډزې کړې او بیا وروسته یې یو موټر په نښه کړی، چې څلور افسران پکې سپاره وو.

خو په ۲۰۱۵ کال پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو کچه ۵۲ ته راټیټه شوه، ځکه د واکسین ډلې تر ډېره هغو سیمو ته ورسېدې، چې وړاندې د اورپکو په لاس کې وې.