پښتونخوا او قبايلو کې لسگونه زره کوچنيان ښوونځيو ته نه ځي

د عکس سرچینه، AP
- Author, رحمان الله
- دنده, پېښور
د پاکستان په بېلابېلا ايالتونو کې نزدې ٢٥ ميلونه کوچنيان ښوونځيو ته لاس رسى نلري.ددې څخه لويه برخه يې د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو پورې اړه لري چې امنيتي ستونزې، اود طبيعي پېښو له امله يې لوى شمېر کورنۍ اړ کړي چې ښوونځيو(سکولونو) ته خپل بچيان ونه ليږي.
د حکومتي شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا کې له ٣٠٠٠ زيات ښوونځي په تېرو پنځو کالو کې د وسله والو دبريدونو، سيلابونو او زلزلې له امله ويجاړ شو يدي، چې تراوسه پورې يې لوى شمېر بيا نه دي رغول شوي.
حکومتي چارواکي مني چې لوى شمېر کوچنيان د زده کړې اسانتيا نلري خو وايي تېرو دوو کالو کې ښوونځيو ته د کوچنيانو د تگ کچه ښه شوې ده.
د خيبر پښتونخوا په څېر قبايلي سېمو کې هم په تېرو څو کالو کې د وسلوال بريدونو له امله ښوونځيو ته ډير تاوان اوړېدلى دى.
د ۲۰۱۵ ميلادي کال قبايلي سېمو کې ښوونځيو لپاره تر ټولو زيات تاوان رسوونکى و. دې کال کې شمالي وزيريستان، جنوبي وزيريستان او خيبر اېجنسۍ کې ٣٦٠ ښوونځي د وسله والو بريدونو کې له منځه تللي دي.

په قبايلي سيمو کې د کوچنيانو د زده کړې په برخه کې يو بله لويه ستونزه دا ده چې يو خوا په ښوونځيو کې ښوونکي نشته، که کومو ښوونځيو کې ښوونکي وي هم، هغوي د خلکو په وينا وخت سره ښوونځيو ته نه ورځي. د مومندو د قبايلي سيمې مرکز غلنۍ کې د يو ښوونځي مشره، ضيا بېګم وايي "د مختلفو لاملونه له امله ښوونکې په وخت ښوونځيو ته نه رسېږې چې ورسره د کوچنيانو زده کړه اغېزمنه کېږي".
د خيبر پښتونخوا او قباېلې سېمو يوشمېر اوسېدونکي په فدارالي او ايالتي حکومتونو تور لگوي چې د ښوونځيو لپاره بهرنېو ادارو څخه مرستې اخلي، خو په وينا يې د ويجاړو ښوونځيو په بيا ابادولو يې نه لگوي.
حکومتي چارواکې دې ادعا ته څه غبرگون نه دى ښودلى.








