پاکستان: په تورخم به "غيرقانوني" افغانانو ته اجازه نه ورکوو

- Author, رحمان الله
- دنده, پېښور
د ډيورنډ په کرښه د پاکستان حکومت تورخم کې د مسافرو افغانانو په تگ راتگ کې د څو ورځو له سختيو وروسته نرمي ښکاره کړې، خو د راپورونو له مخې دې سره سره د خلکو شمېر د پخوا په پرتله ډېر کم شوى دى.
عيني شاهدان وايي نن په تورخم کې د خلکو تګ راتګ ډېر کم و، چې د دوې په وينا وجه یې د پرونۍ ورځې سختي وه.
پاکستاني چارواکي وايي په تورخم به يوازې هغه کسانو ته د تګ راتګ اجازه وي چې تذکره، پاسپورټ، يا د کډوالۍ کارډ ولرې. يو افغان وګړی اسماعيل خان چې د تورخم له لارې پاکستان ته ننوتلی وايي "د ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی دی".
هغه وايي مور يې د ساه بندۍ ناروغي لري، غوښتل يې چې پېښور کې يې روغتون ته بوځي. هغه زياتوي "پاکستان ته څوک چکر ته نه راځي خو ضرورت لري". د ده په وينا پاکستان ته په کار دي چې د ناروغانو سره نرمي وکړي".
بل خوا پاکستاني چارواکو تورخم ته نژدې د خيبر په پاچا مېنه سيمه کې په غير قانوني توګه اوسېدونکو افغان کډوالو ته خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره نور درې ورځې وخت ورکړی دی.
پاکستاني چارواکو وړاندې هم په دغه سيمه کې په غير قانوني توګه اوسېدونکو افغانانو ته درې ورځې وخت ورکړی و چې په پای ته په رسېدو سره يې د افغانانو پر ضد عمليات پيل کړي وو.




