پېښور کې٧٠ کاله وروسته تړل شوې گوردواره پرانېستل شوه

- Author, عزيزالله خان
- دنده, بي بي سي، پېښور
د پاکستان دخيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور کې له اوو لسيزو څخه بنده د سکانو عبادت ځاى يا گوردواره بيا پرانېستل شوې.
دا گوردواره په پېښور د سکانو د مشر رنجيت سنگ د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه.
په تېرو څو کالونو کې قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله خيبر، کرم، او اورکزيو څخه لوى شمېر سکان پېښور ته کډې کولو ته اړ شوي چې اوس يې شمېر زرو کورنېو څخه اوړېدلى دى.
د سکانو مشرانو وايي د بايي بيبا سنگ په نوم دا گوردواره په ١٩٤٠ لسيزې کې د پاکستان له جوړېدو وروسته کله چې لوى شمېر سکان هندوستان ته لاړل تړل شوې وه.
د خيبر پښتونخوا د اعلى وزير د لږکېو د چارو سلاکار او د سکانو يو مشر، سورن سنگ، بي بي سي ته وويل" دا گوردواره د رنجيت سنگ د واکمنۍ پر مهال د ١٨٤٠ کال په شا او خوا کې جوړه شوې.

ده ددې گورداوارې په بيا پرانېستلو د ځايي خلکو مننه وکړه.
په ١٩٤٧ کال کې د پاکستان له رامنځ ته کېدو وروسته د مېرمنو لپاره د لاسي صنايعو مرکز جوړ شوى و، چې ډيرو ميرمنو په کې د لاسي صنايعو زده کړې کړې دي .
د گوردوارې د پرانېستلو پر مهال لوى شمېر سکان راغونډ شوي وو. د دوى څخه يوې مېرمنې پريا کور بي بي سي ته وويل " دوى وړاندې خپل مذهبي مراسم په کور کې ترسره کولو، کور يې تنگ دى خو اوس ددې گوردوارې پرانېستلو سره يې د عبادت لپاره پراخ ځاى ترلاسه کړى دى".
دا گوردواره چې څو مياشتې وړاندې يې د پرانستلو پرېکړه شوې وه د پېښور ښار تاريخي سيمې د اشنغرۍ دروازې سره پرته ده. په خوا کې يې يو جومات هم دى.








