د جنوبي وزيرستان چاودنه کې اووه امنيتي ساتونکي ټپيان شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستاني چارواکو په وينا د ډيورنډ کرښې سره نژدې شمالي وزيرستان کې امنیتي ځواکونو په لويه کچه عملیات کړي چې يو شمېر کسان په کې وژل شوي دي.
بل خوا جنوبي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان بريد کې اووه ساتونکي ټپيان شوي.
حکومتي سرچينې وايي چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزيرستان په دته خيل او شوال سيمو هوايي بريدونه کړي.
ځايي وګړي وايي دغه هوايي بريدونه د خرانګې، لوړه او شوال سيمو کې پر بېلابېلو هدفونو شوي دي.
د راپورونو له مخې په دغو عملياتو کې ۱۵ کسان وژل شوي خو په ځايي کچه د دغو شمېرو پخلی نه دی شوی.
سيمه ييز اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونو د هوايي بريدونو تر څنګ ځمکني عملیات هم پيل کړي دي. د راپورونو له مخې له اوږده ځنډه وروسته په شمالي وزيرستان کې په دې کچه عمليات ترسره کېږي.
بل خوا د دولتي چارواکو په وينا، جنوبي وزيرستان کې د موټرو پر کاروان بريد شوی چې اووه کسان په کې ټپيان شوي دي.
له څه مودې راهيسې د ډيورنډ کرښې سره نژدې سيمو کې يو ځل بيا د تاوتريخوالي په پېښو کې زياتوالی راغلی دی.
څو ورځې وړاندې په مومندو کې پر امنیتي ساتوونکو ډزې شوې وې چې په ترڅ کې يې ۹ ساتونکي وژل شوي او وروسته په دغه سيمه کې ګرځبنديز لګول شوی و.








