پېښور ښوونځي کې د وژل شویو کسانو تلین ولمانځل شو

د عکس سرچینه، AFP
د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو برید کې د وژل شویو ۱۴۱ کسانو تلین په رسمي توګه ولمانځل شو.
یاد برید کې وژل شوي ډېری کسان د پوځي ښوونځي زده کونکي وو او د تلین مراسم هم په همدغه ښوونځي کې ولمانځل شول.
لومړي وزیر نوازشریف مراسمو ته وینا کې د دسمبر ۱۶ نېټه د ''د زده کړو ملي هوډ '' ورځې په توګه ونوموله.
نوموړي وویل دغه ورځ زموږ د تېر یوه برخه ده، خو وايي غواړو دغه ورځ مو د حال او راتلونکي برخه شي.
نوازشریف وویل د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۱۶ ورځې غمیزې زموږ زړونه زخمي کړل، خو په وینا یې موږ یو موټی هم کړو.
د دغې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان کې تعلیمي ادارې تړلې وي. صوبايي حکومت ارکایوز نومي کتابتون ته په برید کې د وژل شویو زده کونکو نوم ورکړی او دغه راز پر یوه یادګاري څلي د وژل شویو زده کونکو تصویرونه ټومبل کېږي.

د عکس سرچینه،
د پاکستان مرکزي حکومت وار له مخه د پلازمېنې ۱۲۲ ښوونځي هغو زده کونکو ته منسوب کړي دي، چې په یاد برید کې وژل شوي وو.
مراسمو کې د لومړي وزیر نوازشریف او پوځي مشر جنرال راحیل شریف په ګډون د ټولو څلورو صوبو اعلی وزیرانو هم ګډون درلود.
د تلین مراسمو پر مهال په پېښور کې خورا کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي او د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې نژدې ۲۰۰۰ پولیس ځای پر ځای شوي دي.
پر یاد ښوونځي برید کې د وژل شویو کسانو تلین په مناسبت د سې شنبې په شپه د بریتانیا برمنګم ښار کې هم مراسم تر سره شول.
دغو مراسمو کې د نورو ترڅنګ نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم برخه درلوده. 'پوپیز فار پیس' نومي دغې غونډې ته وینا کې ملالې وویل:
''له ضرب عضب وروسته اوس پاکستان ضرب قلم ته اړتیا لري، چې زده کړې هغه څه دي، چې خلک له سخت دریځۍ لرې ساتي.''








