بلوچستان کې د پاکستان 'تر ټولو ستر' هوايي ډګر جوړېږي

د عکس سرچینه، BBC Urdu
د پاکستان د بلوچستان ايالت په ساحلي ښار ګوادر کې پاکستاني او چينايي چاروکوا د يو شمېر مهمو پروژو تړونونه لاسليک کړي دي.
په هغو تړونونو کې چې لاسليک شوي د ګوادر هوايي ډګر او د ازادې سوداګريزې سيمې جوړولو پروژې شاملې دي.
د بلوچستان د مشر وزير وياند جان محمد بليدي وايي ګوادر هوايي ډګر به په شاوخوا ۴۰۰۰ جريبه ځمکه کې جوړ شي.
دغه هوايي ډګر چې د جوړېدو چارې به يې دوه نيم کاله وخت ونيسي د پاکستان تر ټولو ستر هوايي ډګر وي.
د دغه هوايي ډګر تر څنګ به دغلته د ازادې سوداګرۍ يو مرکز هم جوړ شي.
د دغو پروژو د پرانستې په مراسمو کې د بلوچستان مشر وزير عبدالمالک بلوڅ، حکومتي وزير احسن اقبال او د چين د پلان جوړولو کمېسيون مرستيال مشر وان جن کاو ګډون کړی وو.
په بلوچستان کې د امنيتي ستونزو له امله دا ډول پروژې ډېرې لږې پلې کېږي، ځکه چې د دغه ايالت په ډېر شمېر سيمو کې بيلتونپالي د پروژو پر پلي کوونکو بريدونه کوي.




