پېښور کې ناپېژاندو وسله والو درې پولیس وژلي

د عکس سرچینه، bb
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پښور کې پر پولیسو برید شوی چې درې پولیس پکې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
برید ناپېژاندو وسله والو کړی، چې تر دې دمه یې چا پړه هم پرغاړه نه ده اخیستې.
د پاکستاني پولیسو پر وینا دغه پېښه له پیښور ښار نه ۱۲ کیلومتره لرې اورمړو سیمه کې شوې.
ارمړو کې ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل، پولیس په ګزمه او یو لړ عملیاتو بوخت وو چې ډزې پرې وشوې.
له تېرو څو ورځو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو بریدونه ډېر شوي دي.
تېره ورځ پېښور ته څېرمه خیبر ایجنسۍ کې د ځانمرګي برید له کبله لږترلږه ۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر په کې ټپیان شول.
په وژل شویو کې امنیتي کسان هم وو او د برید پړه د طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې وه.




