خيبر پښتونخوا کې دوه ځوانان وژل شوي

پوليس وايي دغه پېښه د بنو په شيخان سيمه کې رامنځ ته شوې ده. تراوسه روښانه نه ده چې دا کسان چا او ولې وژلي دي
د عکس تشریح، پوليس وايي دغه پېښه د بنو په شيخان سيمه کې رامنځ ته شوې ده. تراوسه روښانه نه ده چې دا کسان چا او ولې وژلي دي

د خيبر پښتونخوا بنو کې د دوو ځوانانو مړي موندل شوي او داسې ښکاري چې په ډزو سره وژل شوي وي، سربېره پردې په لوی شمېر مرمۍ هم د پېښې په ځای کې موندل شوې دي.

پوليس وايي دغه پېښه د بنو په شيخان سيمه کې رامنځ ته شوې ده. تراوسه روښانه نه ده چې دا کسان چا او ولې وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي پېښه نيمه شپه مهال رامنځ ته شوې ده.

د پوليسو په وينا سهار ورته خبر رسېدلی و چې د شيخان په سيمه کې د دوو کسانو مړي پراته دي. دوی وايي مړي يې د پېژندنې لپاره روغتون ته رسولي دي.

د بنو يو پوليس وايي وژل شوي کسان اعراز او فهد نومېږي او د دوی دواړو عمرونه له ۲۲ تر ۲۵ کلونو پورې ښکارې.

څه موده وړاندې، بنو کې يو پوليس تېل منډي سره نژدې پر ډزو وژل شوی و. وېل کېدل دغه کس له خپلې دندې وروسته په هوټل کې ناست و چې وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.

بنو د شمالي وزيرستان سره نژدې پرته سيمه ده او دلته د تېر کال جون مياشت کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له پيلېدو وروسته ډېر خلک بې ځايه شوي او اوس مهال په بنو کې ژوند کوي.

د دغه بېځايه شويو کسانو ستېندنه پيل شوې خو د شمالي وزيرستان قومي مشران وايي د ستنېدنې دغه پروسته سسته روانه ده.