د پاکستان قبايلي سيمو کې څلور غير مسلمان ملکان

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان په قبايلي سيمو کې د لومړي ځل لپاره نامسلمانو وګړو ته د ملکانو يا ځايي مشرانو په توګه واک ورکړای شوی دی.
له دې وروسته به مسيحي او سک لږکي کولای شي د ملکانو په توګه وټاکل شي.
لږکيو د دې ګام هرکلی کړی او دا يې د لږکيو د حقونو په برخه کې يو مثبت پرمختګ بللی دی.
له پېښوره زموږ خبريال رحمان الله په خپل راپور کې کاږي، د پاکستان قبايلي اوسېدونکو د ځايي حکومت له لوري لږکيو ته د ملک يا مشر درجې ورکولو پرېکړې هرکلی کړی دی.
په قبايلي سيمو کې د لږکيو استازو ويلي چې د هېواد په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د نورو مذهبونو سره د تړاو لرونکي د قبايلو يوه برخه شوه او په دې سره توپيري چلند پای ته ورسېد.
د خيبر پښتونخوا د مشر حکومتي چارواکي له لوري د خيبر ايجنسۍ څلورو غير مسلمانو وګړو ته د قبايلي ملک يا مشر درجه ورکړای شوه.
د دغو څلورو کسانو دوه يې په مسيحي لږکيو او دوه نور يې په سکانو پورې تړاو لري.
دغو قبايلو ته به تر دې وروسته د نورو قبايلي وګړو په څېر حقونه ورکول کېږي.
يو مسيحي چې اوس د ملک درجه ورکړای شوې بي بي سي ته ويلي د ځايي حکومت په دې پرېکړې ټولو قبايلي لږکيو خوښي څرګنده کړې ده.
ده ويلي دا غوښتنه يې لا له وړاندې درلوده چې د نورو قبايلو په څېر لږکيو ته د ملک د درجې ترڅنګ پګړۍ هم ورکړای شي، چې حکومت يې بلاخره غوښتنه ومنله.
د لږکيو دغه نوي قبايلي ملک ويلي وړاندې به يې د لږکيو د پاسپورت او يا پېژندپاڼې د فورمو تاييدولو لپاره نورو قبايلي مشرانو ته ورتلل، خو اوس به دا کار دوی پخپله کوي.
ده ويلي چې لږکي اوس د قبايلو يوه برخه ده او توپيري چاپيريال او چلند نور پای ته رسېدلی.
د پاکستان جوړېدو راهيسې په قبايلي سيمو کې سکان، هندوان او مسيحيان دېره دي.
د اورپکۍ ضد جګړه کې د نورو قبايلو ترڅنګ لږکي هم اغېزمن شوي او يو شمېر يې اړ شوي چې خپل کورکلی پرېږدي او ښارونو ته کډه شي.
د دوی ډېری د پېښور ترڅنګ پنجاب ايالت ته هم تللي دي.








