د ش وزیرستان کډوالو د وژل کېدو پر ضد پېښور کې مظاهره

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د شمالي وزیرستان مشرانو او د سیاسي ګوندونو کارکونکو درې ورځې مخکې د بکاخیلو په کمپ کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له کبله د دوو کډوالو د وژل کېدو پر ضد مظاهره وکړه.
د سې شنبې پر ورځ پېښور کې د پریس کلب (رسنیو ادارې) مخې ته شوې مظاهره کې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قوم مشرانو، د سیاسي ګوندونو کارکونکو او د وزیرستان محصلینو ګډون درلود.
مظاهره کونکو د کډوالو قاتلینو ته د سزا او د پښتنو د "نسل وژنې درولو" غوښتنې کولې.
د مظاهرې ګډونوالو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل.
مظاهره کې د اتمانزیو یوه قومي مشر ملک جلال بي بي سي ته وویل پر بې وسلې کډوالو ډزې د امنیتي ځواکونو خورا بې مسولیتي ښيي ځکه نو باید په لوړه کچه د دغې پېښې پلټنه وشي او د وژونکو پر ضد کلک ګامونه پورته شي.
ښاغلي جلال وویل د بې ځایه شویو لپاره د بکاخیلو په کمپ کې لا له وړاندې د اسانتیاوی کمی و چې له کبله یې هلته د کډوالو ژوند له ډېرو ستونزو مخامخ دی.
د قومي مشر په وینا دغه ډول کمپونه باید سملاسي وتړل شي او اغېزمن شوي خپلې خوښه ته پرېښودل شي چې د استوګنځي غم وخوري.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغو سیمو کې پر شته رسنیو هم نوموړي نیوکه وکړه چې ولې یې د بې ګناه کډوالو د وژل کېدو خبر خپور نه کړ.
دغه قومي مشر وايي د هېواد په نورو ښارونو کې پر ډېرو کوچنیو مسلو هم خبرونه خپرېږي خو په خواشینۍ سره پاکستانۍ رسنۍ په قبایلو کې د بې ګناه خلکو وژنو ته هېڅ پام نه کوي.
بل خوا د قبایلي جرګې غړو ویلي حکومت او امنیتي ځواکونو ورسره ژمنه کړې چې په یوه اوونۍ کې به د بکاخیلو کمپ د اوبو او برېښنا ستونزه حل کړي.
خو د جرګې غړو وویل که له اغېزمن شویو سره پر شوو ژمنو عمل و نه شي نو بیا ټول کډوال دا حق لري چې له کمپه ووځي او جرګه به یې هم مخه نه نیسي.
یاده دې وي چې د یکشنبې پر ماښام د بنو په بکاخیلو کمپ کې د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي وو.
له دغې پېښې وروسته د بکاخیلو کمپ کډوالو په یوه خوله له کمپه د وتلو پرېکړه کړې وه.
خو د قبایلي جرګې له هڅو وروسته له کمپه د وتلو پرېکړه وځنډول شوه. د جرګې غړي وايي په دې باب به خبرې اترې له کوچني اختر وروسته بیا پیلېږي.








