بلوچستان: چاودنه کې دری کسان وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي

د عکس سرچینه، bbc
د بلوچستان د سېبي سيمې په يوه چاودنه کې دری کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي پوليسو يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي چاودنه د سېبي ښار دننه په خان سړک شوې ده.
د پوليسو په وينا پېښه د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې ده.
ويل کېږي نامعلومو کسانو چاودېدونکي توکي پر موټر سايکل تړلي وو چې له کبله يې دا پېښه رامنځ ته شوه.
د پوليسو په وينا په دې چاودنه کې دری کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي چې څلور يې ماشومان دي.
ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. ډاکتران وايي د ځينو ټپيانو حالت نازک دی.
د چارواکو په وينا په چاودنه کې ګن شمېر دوکانونو او موټرونو ته هم زيان رسېدلی دی او په سيمه کې ويره خپره ده.
سېبي د کوټې جنوب ختيځ کې پرته سيمه ده چې مخکې هم دلته د اورګاډي پر تم ځای او نورو ځايونو ګنې چاودنې شوې وې چې ګڼ شمېر امنيتي کارکوونکو او عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.








