په مومندو کې لس وسله وال وژل شوي

د عکس سرچینه، bbc
د پاکستان پوځ په وينا ډېورنډ کرښې ته نژدې مومندو کې د جکړې په ترڅ کې ۱۰ ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي له ۱۰ تر ۱۵ وسله والو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي چې د امنيتي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او په نتيجه کې ۱۰ تنه بريد کوونکي وژلي شوي.
ويل کېږي دغه جګړه تر يو ساعت پورې روانه وه.
د پاکستان د عامه رسنيو څانګې په وينا د وژل شويو کسانو جسدونه له پوځ سره دي.
تراوسه معلومه نه ده چې بريد کوونکي څوک او له کوم ډلې سره تړاو درلود.
د ځايي سرچينو په وينا وژل شوي کسان ځايي روغتون ته د پلټنې لپاره لېږدول شوي دي.
د روغتون کارکوونکو په وينا د وژل شويو کسانو عمر له ۲۵ تر ۳۰ کلونو پورې دی.
په مومندو کې د پوځي عملياتو له کبله زياتره وسله وال ډېورنډ شاوخوا سيمو ته تښتېدلي دي.








