د سوات کبل کې تر نامالومې مودې ګرځبندیز لګېدلی

پاکستان کې پولیس وايي د سوات کبل نومې ولسوالۍ بېلا بېلو سیمو بانډی، ننګولی او نورو څنګلورو کلیو کې د سې شنبې شپې له ۱۲ بجو تر نامالومې مودې ګرځبندیز لګول شوی دی.
په دغو سیمو کې اوسمهال د امنیتي ځواکونو له خوا د سخت دریځو د لټون چارې روانې دي.
د کانجو تاڼې چارواکي شریف الله بي بي سي ته وویل چې تېره ورځ د ناپېژندل شویو کسانو په ډزو کې د سولې د کمېټې درې غړي ووژل شول.
په سیمه کې له دغې پېښې نه وروسته ګرځبندیز لګول شوی او د کورونو تلاشیانې روانې دي.
له سیمې نه لاسته راغلي رپوټونه وايي چې د تلاشیو په ترڅ کې تر اوسه ګڼ مشکوک کسان نیول شوې دي خو حکومتي چارواکو د دغو نیونو پخلی نه دی کړی.
د حکومتي شمېرو پر بنسټ په ۲۰۱۳ کال کې د سوات په مختلفو سیمو کې د سولې د کمېټې نهه غړي د ناپېژندل شویو کسانو په ډزو کې وژل شوې دي.
ویل کېږي چې په ۲۰۱۴ کال کې هم د سولې کمېټې ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده او د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر اوسه د دغې کمېټې ۲۰ غړي وژل شوې دي.
د دې تر څنګ د پولیسو پنځه چارواکي او ۱۵ ولسي وګړي هم د ناپېژندل شویو کسانو په ډزو کې وژل شوې دي.
د ناپېژندل شویو کسانو په لاس د دغو خلکو د وژنو دوسیې په اړوندو تاڼو کې ثبتې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې د سولې د کمېټې او قومي لښکر د وژل شویو غړو کره شمېره مالومه نه ده.
خو ویل کېږي چې سخت دریځو په قبایلي سیمو کې د ولسي لښکر، سولې جرګو او کمېټو شاوخوا ۵۰۰ غړي په نښه کړې دي.
په دې ډله کې د ځینو مشرانو وژنې د ځانمرګي بریدونو له لارې هم تر سره شوې دي.








