پښتونخوا کې وسلوال بريد شپږ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د قومي وطن ګوند د يوه پخواني مشر بخت بيدا پر مېلمستون (حجرې) بريد کې د پولیسو په ګډون شپږ کسه وژل شوي دي.
په کوز دير کې ځايي چارواکو بي بي سي ته ويلي دغه پېښه وړمه شپه د ترناو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دوی وايي د وسلوالو په بريد کې د بخت بيدار يو ورور، يو پوليس، د جومات يو امام او درې مېلمانه په ډزو وژل شوي دي.
پوليس وايي له پېښې وروسته يې له پوځ سره په ګډه په دغه سيمه کې پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
خو راپورونه وايي تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د قومي وطن ګوند دغه مشر، بخت بيدار اوس په سعودی عربستان کې دی او د عمرې لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
تر دې پېښې وړاندې په دغه سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې د بريد له امله يو پوليس وژل شوی و.
په سيمه کې د دا ډول پېښو له امله د خلکو ترمنځ وېره خپره شوې ده.
په يوه بله جلا پېښه کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د بريد په ځواب کې يې له افغانستان سره پر پوله شپږ وسلوال وژلي دي.
دوی وايي شاوخوا ۷۰ وسلوالو د پاکستان پر يوې پوستې بريد وکړ، خو امنيتي ځواکونو يې کلک متقابل ځواب ورکړ.
په ۲۰۱۲ کال کې وسلوالو چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان له پولو وراووښتي وو، ۱۳ پاکستاني سرتېري ووژل.








