سوات کې ترافیکي پېښې کې ۱۶ کسان ووژل شول

د پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه لارۍ سیند ته غورځېدلې، چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۶ کسان پکې وژل شوي دي.
پېښه کالام سیمه کې رامنځ ته شوې، چې پایله کې یې اووه کسان ټپیان شوي هم دي.
چارواکي وايي دغه پېښه کې یو شمېر نور کسان لا هم بې درکه دي، چې د لټون چارې یې روانې دي.
د بحرین سیمې پولیسو مرکز مسوولینو په وینا د یوې کورنۍ کسان لارۍ ګاډي کې له مینګورې نه کالام ته پر لاره وو، چې نیمه شپه مهال یې ګاډی سوات سیند ته وغورځېډه، چې وايي پایله کې یې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول.
د پولیسو په وینا وژل شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان، پنځه مېرمنې او یو نارینه شامل دي.
د دوی په وینا یو شمېر کسان لا هم بې درکه دي، چې وايي د لټون چارې یې روانې دي.
مرستندویه چارو کې د سیمې خلک او پولیس برخه اخلي، ټپي کسان او جسدونه ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کالام سیمې ډېری اوسېدونکي د ژمي له راتګ سره سم د روزګار لپاره نورو سیمو ته کډوال کېږي او د پسرلي له پیله وروسته خپلې سیمې ته ستنیږي.
د سیمې په غرنیو سیمو کې د ناسمو لارو له کبله د دغه ډول پېښو خطر هر وخت موجود وي.
خو په باراني موسم کې د ځمکې لمدېدو له کبله دغه ډول خطر نور زیاتیږي.
د تېرو څو کلونو موسم کې د پاکستان لر او بر کې دغه ډول پېښو خورا خونړۍ بڼه غوره کړې ده.








