د عوامي نېشنل ګوند د یوه مشر پر حجرې برید شوی

د عکس سرچینه، ANP
په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند د یوه مشر میا مشتاق پر حجرې د لاسي بمونو برید شوی او د نوموړي له حجرې نه درې کسان تښتول شوي دي.
دا پېښه له پېښور ښار سره نژدي د بډه بیرې په ماشوخیلو کې رامینځ ته شوه.
پولیس وايي چې په ګڼ شمېر کې وسله والو کسانو د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر میا مشتاق پر حجرې د لاسي بمونو برید وکړ چې له امله یې د حجرې ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د پولیس وینا ده چې وسله والو کسانو د میا مشتاق درې خپلوان له ځان سره بیولي دي.
د دغو دریو کسانو نومونه شبیر، فهد او شکیل ښوول شوي.
پولیس وايي چې د برید کوونکو دقیق شمېر نه دی معلوم خو له ترلاسه شویو معلوماتو ښکاري چې د وسله والو شمېر له ۳۰ نه تر ۴۰ پورې و.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې درې میاشتې مخکې په همدې سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د میا مشتاق پر موټر وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې میا مشتاق، د هغه موټر چلوونکی او یو بل کس ووژل شول.
میا مشتاق د عوامي نېشنل ګوند د مرستیال مشر په توګه او په پېښور کې د سیمه ییزو مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د عوامي نېشنل ګوند یوه بل مشر ارباب طاهر بي بي سي ته وویل د میا مشتاق پر حجرې برید د هغو بریدونو په لړ کې شوی چې د ده په خبره په مسلسله توګه د دغه ګوند پر چارواکو کېږي.
د ګوند چارواکي وايي په تېرو پنځو کلونو کې د دوی ۵۰۰ غړي او مشران په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.








