پېښور کې ځانمرګي برید څلور مېرمنې وژلې

تر دې مخکې، د فبرورۍ پر څلورمه، د پېښور کیسه خوانۍ بازار کې چاودنې د پولیسو په وینا اته کسان وژلٍ وو او ۴۲ نور یې ټپیان کړي وو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، تر دې مخکې، د فبرورۍ پر څلورمه، د پېښور کیسه خوانۍ بازار کې چاودنې د پولیسو په وینا اته کسان وژلٍ وو او ۴۲ نور یې ټپیان کړي وو.

د خیبر پښتونخوا پېښور څمکنیو تاڼې ته څېرمه جمیل چوک کې ځانمرګي برید شوی.

پولیس وايي، په برید کې څلور مېرمنې وژل شوې او ګڼ نور خلک ټپیان دي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د برید پړه نه ده منلې، خو پولیسو وار د مخه ویلي، چې دا یو ځانمرګی برید و.

د څمکنیو پولیسو یوه مشر احسان شاه خان بي بي سي ته ویلي، چې برید کې څلور مېرمنې وژل شوې.

دی زیاتوي، چې په سیمه کې د برید پرمهال یوه هدیره کې د قبایلو یوه مړه شوي سړي قبر ته د هغه د کورنۍ مېرمنې ورغلې وې، چې ځانمرګی برید پرې وشو.

تر دې مخکې، د فبرورۍ پر څلورمه، د پېښور کیسه خوانۍ بازار کې چاودنې د پولیسو په وینا اته کسان وژلٍ وو او ۴۲ نور یې ټپیان کړي وو.

پولیس وايي، د کیسه خوانۍ چاودنه د شیعه ګانو ګڼ مېشتې رسالدار کوڅه کې شوې وه.