پېښور کې چاودنې بم شنډونکي فعالان وژلي

چارواکي وايي پېښه قبایلي سیمو ته څېرمه بډه بېر کې رامنځ ته شوې.
د عکس تشریح، چارواکي وايي پېښه قبایلي سیمو ته څېرمه بډه بېر کې رامنځ ته شوې.

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د بمي چاودنې پایله کې د بم شنډولو ادارې درې فعالان وژل شوي دي.

پولیس چارواکي وايي چاودنه د پېښور ښار څنډې ته بډه بېر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

وژل شویو کې د بم شنډولو ادارې یو مشر عبدالحق خان هم شامل دی.

پولیس وايي، دوی ته په شیخ محمدي سیمه کې د یوه بم د شتون رپوټ ورکړل شوی و، دوی د بم شنډولو لپاره هغې سیمې ته پر لاره وو، چې د سپرلۍ ګاډی یې د ریموټ کنټرول بم ښکار شو.

پولیس وايي د چاودنې پایله کې یې ګاډی په بشپړه توګه له منځه تللی.

د دوی په وینا، هغه بم، چې په اړه یې دوی ته رپوټ رسېدلی و، د بم شنډولو د بلې ډلې له خوا شنډېږي.

د پېښور ښار بډه بېر سیمه له قبایلي سیمو خیبر ایجنسۍ او ادم خیلو درې سره جوخته پرته سیمه ده او له همدې امله سخت دریځي کولای شي، دغې سیمې ته په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

دغه سیمه کې له دې مخکې هم بمي چاودنې شوې او پر ښونځیو بریدونه شوي دي.

له قبایلي سیمو وروسته په بندوبستي سیمو کې پر ښونځیو تر ټولو ډېر بریدونه په همدغه سیمه کې شوي دي.

تېر کال سپتمبر کې د بم شنډولو ادارې یو کارکوونکی حکم خان هم همدغه سیمه کې د یوه بم شنډولو پر مهال د چاودنې پایله کې ټپي شو، چې وروسته یې ساه ورکړه.