مولانا فضل الله څوک دی؟

ملا فضل الله
د عکس تشریح، ملا فضل الله د "نورستان شورا" له ډېر نفوذ لرونکو مشرانو څخه و.

د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه د مولانا فضل الله ټاکل د پاکستاني طالبانو لپاره یوه مهمه موضوع وه، چې له پاکستاني حکومت سره د دغې ډلې د سولې پر خبرو او د دغې ډلې پر فعالیتونو ډېر اغېز لرلی شي.

ملا فضل الله چې د "تحریک نفاذ شریعت محمدي" ډلې د مشر صوفي محمد زوم دی، وړاندې د طالبانو کوم نوموتی مشر نه و، خو د خپل خسر صوفي محمد د نشتوالي پرمهال - کله چې هغه بندي و – او له خوشي کېدا لږ موده وروسته بېرته زنداني شو، فضل الله د یوه سیمه ییز طالب مشر په بڼه راڅرګند شو.

صوفي محمد په ۹۰ میلادي لسیزه کې سوات دره کې ډېر فعال و.

نوموړي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته افغانستان ته د امریکا د مقابلې لپاره د یوه جګړې د یوې ډلې جوړېدو تابیا ونیوله، خو په پای کې ونیول شو.

په سوات کې له طالبانو او صوفي محمد سره د پاکستاني حکومت د سولې او جوړجاړي هڅو هېڅ نتیجه ورنه کړه، خو نوموړی ونیول شو.

خو زوم یې ملا فضل الله په سوات دره کې خپلې سخت دریځۍ او بریدونو ته دوام ورکړ، او ویل کيږي، چې طالبانو او القاعدې ته یې ځان ډېر نژدې کړی و.

د افغانستان طالبانو ته د ملا فضل الله نژدې کېدل - په تېره بیا د دغه هېواد په ختيځو سرحدي سیمو کې – د افغانستان د سولې پر بهیر ممکنه اغېز لرلای شوای.

''ملا رادیو''

ملا فضل الله د یوې ایف ایم راډیو له لارې خپل نظریات او فعالیتونه خپرول، له همدې کبله په "ملا ایف ایم" او یا "ملا رادیو" مشهور شوی و.

طالبانو او القاعدې شبکې ته د هغه نژدې کېدو د فضل الله سخت دریځي لاپسې زیاته کړه.

د ملا فضل الله هڅه دا وه چې د دُرو وهلو په شمول تر خپل نفوذ لاندې سیمه کې شرعي احکام عملي کړي.

خو په ۲۰۰۹ کال د پاکستان پوځ سوات کې پراخ عملیات پیل کړل، چې ملا فضل الله یې تېښتې ته اړ کړ.

د سیمې پرېښودو سره، هغه د افغانستان ختیځ کونړ او نورستان ته وتښتېد خو له خپلې سخت دریځۍ راونه ګرځېد.

ملا فضل الله د "نورستان شورا" له ډېر نفوذ لرونکو مشرانو څخه و.

د ځينو رپوټونو پربنسټ، ظاهراً د ښاغلي فضل الله په امر سوات کې د نجونو پر ښوونځیو بریدونه ډېر شول چې په لړ کې یې پر ملالې یوسفزۍ هم د هغه جنګیالیو برید وکړ.

په ۲۰۰۷ کال د پاکستاني طالبانو له رامنځ ته کېدا راهیسې، دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر د قبایلي مسعودو له قبیلې بهر ټاکل کیږي.

له دې ښکاري، چې د پاکستاني طالبانو مشري له قبایلي سیمو په وتلو ده.

د سوات دره پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه او له قبایلي وزیرستان او مسعودو لیرې سیمه ده.