پاکستاني طالبان: د حکومت پر ژمنتیا شک لرو

پاکستاني طالبانو له خبرو مخکې د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې ځان واکمن او ژمن ثابت کړي.
د عکس تشریح، پاکستاني طالبانو له خبرو مخکې د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې ځان واکمن او ژمن ثابت کړي.

پاکستاني طالبانو له خبرو مخکې د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې ځان واکمن او ژمن ثابت کړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ویندوي شاهدالله شاهد له بي بي سي اردو سره خبرو کې وویل، که د پاکستان حکومت له قبایلي سیمو خپل پوځ وباسي او د دوی نیول شوي ملګري خوشي کړي، دوی به یې په واکمنۍ او ښه نیت باور وکړي.

د نوموړي په خبره د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسېد په مشرۍ د طالبانو مرکزي شورا له درې ورځنۍ غونډې وروسته پرېکړه وشوه، چې حکومت باید داسې ګامونه پورته کړي، چې له مخې یې د باور فضا رامنځ ته شي او داسې چاپېریال جوړشي، چې پر یوه بل، شکونه له منځه لاړ شي.

"موږ د حکومت واکمنۍ او ژمنتیا ته د شک په نظر ګورو، د دې لپاره که موږ داسې وانګېرو، چې حکومت واکمن هم دی، نو که موږ بیا ورسره خبرې وکړو، ګټورې به وي."

د باور رامنځ ته کولو په باب نوموړي وویل:

" که د بېلګې په توګه پاکستان حکومت له قبایلي سیمو خپل پوځ وباسي او زموږ زنداني ملګري خوشي کړي، موږ به داسې وانګېرو، چې حکومت واکمن هم دی او مخلص هم "

د نوموړي په وینا:

"حکومت له دې مخکې هم راسره دهوکه کړې او موږ نه غواړو بیا د فریب ښکار شو."

بل لور ته د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزارت ویندوی عمر حمید وايي، تر اوسه د خبرو لپاره د طالبانو له لوري دوی سره اړیکه نه ده نیوله شوې.

د روانې سپتمبر میاشتې په نهمه د ترهګرۍ له منځه وړلو په موخه بلل شوي کنفرانس کې، چې د پاکستان سیاسي ګوندونو په کې برخه اخیستې وه، د مسالې د حل لپاره د خبرو لارې خپلولو پرېکړه شوې وه.

د طالبانو له لوري د خبرو لپاره دغه شرطونه داسې مهال مخې ته راځي، چې پرون ( یکشنبه سپتمبر ۱۵ ) طالبانو د پاکستاني پوځ دوه لوړ پوړي افسران او یو سرتېری د سړک غاړې په یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه کې ووژل.