پاکستان د خپلواکۍ ۶۷ کلیزه ولمانځله

- Author, طاهرخان
- دنده, اسلام اباد
پاکستان د خپلواکۍ ۶۷ کلیزه ولمانځله.
دا کلیزه پر داسې مهال لمانځل شوې، چې له ګاونډي هند سره یې د کشمیر لانجمنې سیمې د کنټرول پر کرښه تاوتریخوالی او په کور د ننه ترهګریزې پېښې ډېرې شوې دي.
پاکستان په ۱۹۴۷ کال له برتانیا خپلواکه واخیسته او د سوېلي اسیا د بر صغیر مسلمانانو لپاره د یوه ځانګړي هېواد پر جوړولو وتوانېد.
محمد علي جناح چې د پاکستان قايد اعظم لقب ورکړل شوی، د پاکستان د جوړولو لپاره د مسلمانانو مشري کړې وه.
د خپلواکۍ سږني مراسم پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر نواز شریف له خوا د ملي بیرغ په جګولو پيل شول.
په دغو مراسمو کې د ګډون او له ګاونډيو هېوادونو سره د لانجې د غوڅېدو او درېیمګړي رول لوبولو په موخه د ملګر وملتونو عمومي منشيبان کي مون لا له وړاندې اسلام اباد ته رسېدلی و.
د خپلواکۍ مراسمو کې د ښوونځيو زده کوونکو ملي سندرې وړاندې کړې.
لومړي وزیر نواز شریف ګډونوالو ته وویل، چې د امنیتي واکونو او د ولس په مرسته به ترهګرۍ ته ماتې ورکړي:
تباهي
"سره له دې چې د ترهې سوری مو تعقیبوي، خو د امو ټینګ عزم دی، چې دې تباهۍ ته به ماتې ورکړو".
نوموړي دا هم وویل چې د پوځ امنیتي ادارو او خلکو په همکارۍ به ترهګرۍ له منځه وړي او پاکستان به دسولې او ټیکاو مرکز ګرځوي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال پرویز کیاني هم د ایبټ اباد پوځي اکاډیمۍ کې د خپلواکۍ په پلمه مراسمو کې وویل چې پر ترهګرۍ د لاسبري کېدو لپاره باید ټولې ادارې دا نظراو باور ولري، چې موږ به بریالي یو.
د ملي ورځې په مناسبت د پاکستان نورو ښارونو کې هم مراسم جوړ شوي وو، چې په ګڼو کې د پاکستان د جوړېدو د تحریک قربانۍ وستایل شوې.
د پاکستان د خپلواکۍ ورځ داسې وخت لمانځل کېږي، چې له ګاونډي هند سره یې یو ځل بیا اړیکي ترینګلي شوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، لانجمن کشمیر کې د دواړو هېوادونو پوځيان د یو بل پر سیمو ډزې وکړې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې هندي ځواکونو په ډزو یو ولسي وګړی وژلی او یو ماشوم یې ټپي کړی.
خو هند وايي، چې د پاکستان له لوري ډزو د دویپوځيان وژلي دي.
د پاکستان تازه ناامنیو پرمهال کراچۍ کې تېره شپه ناوخته یوې چاودنې لږترلږه درې کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
پولیس وايي چې د سند ایالت په ځينو ښارونو کې پر هغو دوکانونو بریدونه شوي، چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې لپاره پرې ملي بیرغونه ځړېدل.
کراچۍ کې د اغا خانې مسلک پر عبادت ځایونو هم د لاسي بمونو بریدونه شوي.








