په باجوړ کې ځانمرګي برید ۲۰ تنه ووژل

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پښتونخوا چارواکي وایي په باجوړ کې یوه ځانمرګي لږ ترلږه ۲۰ تنه وژلي او ۵۰ تنه یې ټپي کړي دي.
پاکستاني طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او وایي چې دا ځانمرګی برید و چې د باجوړ په مرکز کې مارکیټ ته نژدې یې تر سره کړی او امنیتي ځواکونه یې په نښه کړي وو، خو په برید کې د وژل شوو زیاته برخه لارویان دي.
په برید کې د پولیسو مرستیال مشر هم وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ویاند بي بي سي ته له یوه نا څرګنده ځایه په تېلې فون وویل د دوی موخه د پولیسو د مرستیال فضل ربي وژل و چې تېرکال یې د دوی دوه ملګري وژلي وو.
چاودنې نژدې ولاړو ګاډو او هټیو ته هم زیان اړولی دی.
د باجوړ مرکزي روغتون ډاکټران وایي دوی ته ۲۴ مړي او ۵۷ ټپيان رسېدلي دي.
پولیس وایي چې تر برید وروسته یې ګرځبندیز لګولی دی.
باجوړ په تېر کې د حکومتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و.
تیره ورځ (پنجشنبه د غوایي ۱۳) هم په باجوړ کې دوې چاودنې شوې وې چې پړه یې پاکستاني طالبانو منلې.








