له کوټې پېښور ته پر لار اورګاډي کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

ګاډي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

له پاکستانه رپورټونه وایې د دغې چاودنې له کبله چې لا یې څرنګوالی معلوم نه دی، لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

چاودنه په هغه اورګاډي کې شوې چې له کوټې پېښور ته روان و. د چاودنې ځای په اړه ویل کېږي چې اورګاډی د ملتان چیچه وطني سیمې ته په رسېدو و چې د اورګاډي په څلورم واګون کې چاودنه وشوه.

د پاکستان د اورګاډو ادارې ویلي، د چاودنې له کبله په وژل شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده.

ژغورن ډلو ویلي د چاودنې له کبله وژل شوي او ټپیان یې نږدې روغتون ته رسولي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې دا چاودنه د ګېس لیک کېدو له کبله شوې خو پولیسو ویلي د پېښې په اړه پلټنې کوي.

پاکستاني پولیسو ویلي چاودنه د جعفر اېکسپرېس نومي اورګاډي کې شوې او د چاودنې څرنګوالي په اړه لا څه نشي ویلای.

عیني شاهدان وایې له چاودنې مخکې یې په اورګاډي کې د بیړنۍ پاملرنې زنګ هم واورېده خو د اورګاډي چلوونکي کومه پاملرنه ورته ونکړه او ګاډی همداسې روان و.

ګاډی

د عکس سرچینه، Social media

له کوټې پېښور ته پر لار دغه اورګاډي کې شوې چاودنه د پنجاب ایالت اړوند سیمه کې شوې له همدې کبله د پنجاب چارسمبالي وزیر محسن نقوي د پېښې د جدي پلټنې امر کړی.

نوموړي په یوه بیان کې څو ادارو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو درملنې ته پوره پام وکړي.

له دې چاودنې نږدې شل ورځې وړاندې هم له همدې کوټې کراچۍ ته پر لاس بس غورځيدو له کبله لسګونو مسافرو ته مرګژوبله اوښتي وه.

د جنورۍ په وروستیو کې دا بس چې له کوټې کراچۍ ته پر لار و، لسبیلې سیمې ته نږدې په یوه ژوره کنده کې غورځيدلی و چې د لږ تر لږه ۴۱ تنو د مړینې او څلورو نورو ټپي کېدو سبب شو.