منظور پښتين: پر ډيورنډ کرښه له افغانانو سره ناوړه چلند کېږي

د عکس سرچینه، PTM
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو له افغانانو سره کېدونکی چلند د افغانانو بې "عزتي او بې احترامي" وبلله او ويې ویل نور دا کړنې نه مني او پر وړاندې به یې درېږي.
ښاغلي پښتین د جمعې په ورځ په چمن کې یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، پر ډيورنډ کرښه د تورخم، چمن او انګور اډې دروازو کې له پښتنو سره ناوړه چلند کېږي او د دغه چلند د مخنيوي لپاره يې د ولسونو د غبرګون غږ وکړ.
ښاغلي پښتین زیاته کړه چې له وړې ستونزې سره د چمن، تورخم او انګور اډې دروازې بندېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان خپلې ګټې وي بیا یې دروازې پرانیستې وې.
د منظور پښتین په وینا "کله یې چې خپلې ګټې وي نو د افغانستان دروازې ورته خلاصې وي، د بېلګې په توګه کله چې له افغانستانه لیټېم رالېږدوي نو بیا هېڅ ستونزه نه وي. او سترګې یې پرې پټې وي، خو کله چې ولسونه راځي نو په سپک نظر ورته ګوري."
منظور پښتين وویل نه یوازې پر دغو دروازو افغانان ځورول کېږي بلکې دننه په پاکستان کې هم پښتانه په ارامه او خوندي توګه سفر نه شي کولی. "دلته هر ځای کارتونه غوښتل کېږي او پوښتنې کېږي چې چېرې ځئ. "

د عکس سرچینه، SOCIAL
تېره میاشت په سپین بولدک کې د یوه وسله وال کس له خوا پر پاکستاني ساتونکو د ډزو له امله د چمن دروازه د خلکو تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه. د دواړو خواوو تر خبرو وروسته څه باندې یوه اوونۍ وروسته بېرته پرانیستل شوه.
د دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته د ایسارو وګړو او سوداګرو له شکایتونو وروسته په بلوچستان ایالت کې د پښتون ملتپال عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر او ایالتي وزیر اصغر خان اڅکزي هم د تګ راتګ د دغې دروازې پر تړلي پاتې کېدو توندې نیوکې کړې وې
ښاغلي اڅکزي ویلي وو، د پاکستان حکومت او طالبان ښې اړیکې سره لري او کولی شي د دې ستونزې د لا سترېدو مخه ونیسي او دروازه ژر پرانېزي.
تر دې وړاندې د تورخم او غلام خان بندرونه هم څو څو ځله تړل شوي او د دواړو خواو ترمنځ تر خبرو وروسته بېرته پرانیستل شوي وو.










