منظور پښتين: د علي وزير تر خوشي کېدو به کراچۍ کې پرلت دوام ولري

لاريون

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سلګونو پلویانو د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پرلت پیل کړی، چې د یاد غورځنګ په خبره دغه پرلت به يې تر هغه دوام لري، تر څو چې د یاد غورځنګ زنداني ملګری علي وزير خوشی شوی نه وي.

د یاد غورځنګ د بنسټګر منظورپښتین په مشرۍ کې د کراچۍ له سوراب ګوټ سیمې احتجاجي لاریون پيل شوی، چې په یاد ښار کې به د سیند د ایالتي اسمبلۍ مخې ته په رسېدو په پرلت بدل شي.

منظور پښتین په کراچۍ کې د همدې احتجاجي لاریون او پرلت په هکله له بي بي سي سره خبرو کې وویل، "دغه احتجاج به يې د علي وزیر تر خوشي کېدو پورې دوام لري". ښاغلی پښتین زیاتوي، د دوی دغه احتجاج به د سند د ایالتي حکومت ضد وي او غوښتنه به هم له یاد حکومته کوي، چې د علي وزیر ضد د پولیسو رپوټ دي بېرته واخلي.

د نوموړي په خبره "ایالتي حکومت دا واک لري، او بېلګه يې په پنجاب کې د تحریک لبیک ډلې ضد د پولیسو رپوټ شته، چې هغه يې بېرته واخیست، نو د علي وزیر چې يوازې سوله ييز اختجاج يې کړی، ضد رپوټ دې هم بېرته واخلي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د ۲۰۲۰م کال په ډسمبر میاشت په پېښور کې نیول شوی وو، چې تر هغه وروسته يې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره، ځکه چې د پېښور پولیسو په خبره د نوموړي په ضد کراچۍ کې د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی.

لاريون

ښاغلی وزیر له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی، چې د سند ایالتي محکمو يې په وار وار د خوشي کېدو ضمانت رد کړ، چې تر هغه وروسته د تېر کال د نومبر میاشتې پر دېرشمه نېټه د پاکستان سترې محکمې د نوموړي د خوشي کېدو ضمانت ومانه. خو ښاغلی وزیر لاهم په زندان کې دی.

په علي وزیر د کراچۍ پولیسو په دې رپوټ کې تور پورې شوی، چې د پاکستاني ریاستي ادارو، پوځ، پولیسو او نورو امینتي ارګانونو ضد يې وینا کړې او ولس يې د یادو ادارو ضد پارولی.

علي وزیر او غورځنګ دغه تورونه ردوي او وايي، د پاکستان واکمن دوی سوله ييز احتجاج ته هم نه پرېږدي.