افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ څه دی؟

د عکس سرچینه، PKMAP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په ۱۹۹۶ م کال کې چې کله طالبانو پخوانی افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله وواژه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د نورو پاکستان مېشتو پښتنو ملتپالو ګوندونو په څېر د طالبانو په لاس د ښاغلي نجیب وژنه په سختو ټکو وغندله او هغه يې 'شهید' وباله.
په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د امریکا په مشرۍ نړیوالې پوځي ټلوالې په افغانستان کې د طالبانو رژیم رانسکور کړ نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند يې برملا هرکلی وکړ او په افغانستان کې يې د جمهوري حکومت ملاتړ اعلان کړ. دغه ملاتړ ان د افغانستان تر وروستي ولسمشر محمد اشرف غني پورې لا پر ځای و.
خو اوس چې طالبان په کابل واکمن دي، محمود خان اڅکزی یوازينی پښتون ملتپال دی چې د افغان طالبانو په حق کې خبرې کوي او د پخوا په څېر يې پر ضد نه دی.
نوموړي د تېري جمعې په ورځ په کوټه کې د خپل ګوند یوې ولسي غونډې ته وینا کې په خشم کې ځان "د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر" یاد کړ. له دې وینا وروسته پر ټولنیزو رسنیو پر نوموړي یو ځل بیا سختې نیوکې کېږي.
ښاغلي اڅکزي د طالبانو د ملاتړ له کبله پر ده د نیوکو غبرګون کې وویل: "ګوره دا دلته چې خلک اوس روان دي، چې طالب داسې دی طالب داسې دی. زه ګرسره که مو وخشمولم زه دا وایم چې زه د طالبانو وزیرخارجه یمه، طالب او افغانستان له بدۍ خلاصوم، له ماسره کومک وکړئ."
ښاغلي اڅکزي په دې وینا کې وویل، افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې په جنګ کې دی او په دې باور دی، چې که دا ځل بیا هم جنګ پیلېږي، نو د ده په خبره "افغانستان به ماتېږي".
پر ښاغلي اڅکزي د روان کال په اګست میاشتې کې هم ځکه نیوکې شوې وې، چې نوموړي په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دننه د استقلال ورځې لمانځغونډه کې له طالب چارواکو سره ګډون کړی و. نوموړی په هغه غونډه کې هم یوازینی پښتون ملتپال سیاستوال و.

د عکس سرچینه، Pkmap/social media
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمعې ورځې غونډه کې يو شمېر کسانو ویناوې وکړې، چې یوازې دوو يې سیمه ييز سیاست او افغانستان یاد کړ. په دوی کې یو د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزی او دویم د دغه ګوند د اطلاعاتو ایالتي سکرتر خوشحال خان کاکړ وینا وه.
ښاغلي کاکړ د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي برعکس طالبان 'ترهګر' وبلل او هغه يې د پنجاب په لاسپوڅۍ تورن کړل، چې د ده په خبره د طالبانو له راتګ سره د افغانستان ملي بیرغ، ملي سرود، پارلمان، ډیموکراسي او هرڅه له منځه لاړل.
تر دې ولسي غونډې وروسته پر ټولنیزو رسنیو له همغه راهیسې پر ښاغلي اڅکزي نیوکې کېږي، چې ولې د طالبانو ملاتړ کوي. خو د هغه ځينې پلویان بیا د نوموړي همدا دریځ د افغان کشالې هواری بولي، چې د دوی په خبره نور باید افغانستان کې د جنګ اور ته لمن ونه وهل شي.
خو د یاد ګوند عمومي سکرتر مختار خان یوسفزي او د اطلاعاتو مرکزي سکرتر رضا محمد رضا دواړو بیا له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د دوی د ګوند دریځ همغه پخوانی دی او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.
مختار خان یوسفزي بي بي سي ته وویل، د دوی ګوند په بنو جرګه کې طالبانو ته څلور خبرې ايښې وې، چې د ده په خبره که هغه عملي کړي، دوی به يې ومني او که عملي نشي، نه يې مني.
د ده په وينا په دې خبرو کې لومړی د بشري حقونو خوندیتوب، دویم افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړېدل، درېیم د لويې جرګې راغوښتل او څلورم د ټولټاکنو کېدل وو، چې د ده په خبره که دغه څلور خبرې طالبان عملي نه کړي، دوی يې حکومت هېڅ نه مني.

د عکس سرچینه، PKAMP
ښاغلی یوسفزی زیاتوي، په ګوند کې د افغان طالبانو په هکله د دریځ په بدلون هېڅ غونډه نه ده شوې او تر اوسه يې هماغه پخوانی دریځ دی او زیاتوي، که تر دې هاخواته بل کوم بیان د ګوند مشر ورکړی وي، نو د ده په خبره دا "د مشر شخصي بیان دی".
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي ویاند رضا محمد رضا بیا وايي، افغان طالبانو د پاکستان په خوښه او ملاتړ په زور کابل نیولی دی او د افغانستان ملي ریاست يې له منځه وړی دی.
ښاغلی رضا تور پورې کوي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو شبکې "ای اېس ای" پخواني مشر جنرال فیض حمید د طالبانو اوسنی حکومت جوړ کړی دی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د طالبان اوسنی رژیم د افغان ملت حکومت نه ګڼي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې که همدا د دوی د ګوند دریځ وي، نو بیا يې د ګوند د مشر دریځ ولې بدل ښکاري؟ ښاغلي رضا وویل:
"د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ ما درته بیان کړ، چې د افغانستان په هکله زموږ څلوېښت یا دوڅلوېښت کلن دریځ دی او همدا دریځ تراوسه بدل شوی نه دی. له مشر سره تاسو خپله خبره کولی شئ او هغه تاسو ته خپل دریځ درکولی شي".
که څه هم رضا محمد رضا له بي بي سي سره خبرو کې د دې ډېر سپيناوی ونه کړ چې ولې يې د ګوند د چارواکو دریځونه بدل دي، خو په خپلو خبرو کې يې زیاته کړه، "د دوی د ګوند له ډېره وخته دا غوښتنه ده چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر موضوع او په دې تړاو د ګوند د دریځ مالومولو لپاره دې د ګوند د ادارو او مرکزي کومېټې غونډې وشي".











