محمود خان اڅکزی: افغان حکومت او طالبان دواړه باید د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي

اڅکزی

د عکس سرچینه، Pkmap/social media

د عکس تشریح، ښاغلی اڅکزی وايي، افغان حکومت او طالبان دواړه لوري باید د افغانستان بېرغ رپاند وساتي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

په پاکستان کې پښتانه ملتپال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او دواړه لوري دي افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي.

ښاغلي اڅکزي دا خبرې د خپل وژل شوي پلار- لیکوال او سیاستوال خان عبدالصمد خان اڅکزي د اوه څلوېښتم تلین د لمانځلو لپاره په چمن سیمه کې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې.

ښاغلی اڅکزی وايي، افغان حکومت او طالبان دواړه لوري باید د افغانستان بېرغ رپاند وساتي:

''موږ د افغانستان ولسمشر ډاکټر غني او طالبانو دواړو ته وايو. چې که خدای مه کړه ستاسو د جنګ په نتیجه کې د افغانستان ځينې سیمې ولاړې او یا په افغانستان کې د اوسپني دېوالونو جوړ شوو، نو بیا به يې ذمه وار غني صاحب ته او ملا برادره ته يې. زما د وطن خپلواکي به تاسو دواړه ساتئ او د افغانستان بېرغ به رپاند وي ''

ښاغلي اڅکزي او ګوند يې تل په افغانستان کې د بهرنۍ لاس وهنې غندنه کړې او د پاکستان پر واکمنو يې هم په تېر کې نیوکې کړې، چې باید په افغانستان کې په هیڅ صورت لاس وهنه ونه کړي.

نوموړی د پاکستان مېشتو پښتنو د ملتپال ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر دی، چې له ۲۰۱۳م عیسوي کاله بیا تر ۲۰۱۷مه پورې په بلوچستان ایالت کې په واک کې وو.

ښاغلي اڅکزي په دې وینا کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو له لوري وړمه ورځ په چمن کې د ولسي وګړیو د وژنې غندنه هم وکړه او پر پلویانو يې غږ وکړ،‌ چې د ځايي تجارانو دې په هر صورت ملاتړ وکړي.‌

چمن غونډه

د عکس سرچینه، Pkmap/social media

محمود خان اڅکزي په دې وینا کې په پاکستان کې روان د اپوزیسيون احتجاجونو ته په پام سره وویل، د دوی د ډ‌یموکراسۍ غورځنګ د پاکستان په سیاست کې د پوځ او استخباراتو لاس وهنه نه مني او پوځ باید له دغه کاره لاس واخلي.

نوموړي په دې وینا کې یو ځل بیا وویل، پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتونخوا کې شوي ظلم ته په غبرګون کې جوړ شوی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټګر خان عبدالصمد خان اڅکزی په کال ۱۹۷۳ کې کوټه کې په خپل کور کې د نامالومو کسانو له لوري په بمي برید کې ووژل شو، چې د ده تر وژل کېدو وروسته يې زوی محمود خان اڅکزی د یاد ګوند مشر وټاکل شو.

خان عبدالصمد خان اڅکزی چې د خپل عمر نیمايي برخه يې د پښتنو د خپلواکۍ او یووالي لپاره په زندانونو کې تېره کړې، تر وژل کېدو وروسته په پښتنو کې د 'خان شهید ' په نامه ونومول شو.