د چمن پېښې په هکله له محمود خان اڅکزي سره مرکه

د غږ تشریح، د چمن پېښې په هکله له محمود خان اڅکزي سره مرکه

ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن سیمه کې له تېرو څو میاشتو راهیسې ځايي اوسېدونکو د سپین بولدک او چمن تر منځ د تګ راتګ لارې تړل کېدو پر ضد احتجاج کاوه او پرلت یې کړی و. وړمه ورځ دغه احتجاج پر تاوتریخوالي واوښت، چې مرګژوبله هم پکې واوښته. په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر پر دغه موضوع د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره غږېدلی دی.