شمالي وزيرستان کې وسله والو څلور ځوانان په ډزو وژلي دي

د خيبر پښتونخوا شمالي وزیرستان کې ناڅرګندو وسله والو څلور کسان چې د وزیرستان د ځوانانو د ټولنې غړي دي، په ډزو وژلي دي.

دوو موټر سایکل سپرو ځايي وخت ماسپښين مهال د حيدر خېلو سيمې پر ځوانانو ډزې کړې او تښتېدلي دي.

اسلام اباد کې خبريال طاهر خان د شمالي وزيرستان د چارواکو له خولې وايي دغه څلور وژل شوي ځوانان له چکر وروسته ګاډي کې کورونو ته روان وو چې موټر سايکل سپرو وسله والو پرې ډزې وکړې.

تر اوسه د برید مسولیت چا نه دی منلی. پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي خو تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ دغه پېښه غندلې او پر ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې په دې پېښه کې د ده د ګوند يو غړی هم وژل شوی دی.

نوموړي د پښتونخوا، بلوچستان، سند او پنجاب په مختلفو ښارونو کې د دې هدفي او وروستيو وژنو په ضد د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې دا ډول غلچکي بریدونه ډېر شوي ښکاري. څه موده مخکې پېښور کې دوه سکان، یو عیسوی راهب، په هنګو کې د ترافیکو دوه پولیس، په ډېره اسماعیل خان کې درې شیعه ګان او په کوهاټ او بنو کې هم د پولیسو چارواکي ووژل شول.

په وروستیو کې په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې زياتې شوې چې په اړه يې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړې دي.

وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد له بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو چې د پاکستان په بېلابېلو برخو په تېره بيا بلوچستان او خيبر پښتونخوا سيمو کې ترهګرې ډلې يو ځل بيا فعالې شوې دي.