څېړنه: پاکستان کې تېره میاشت ۲۴ سلنه ډېر بريدونه شوي

په پاکستان کې یوه تازه څېړنه ښيي، چې په دغه هېواد کې په تېر اپرېل کې د مارچ میاشتې پرتله ۲۴ سلنه ډېر وسله وال بریدونه شوي دي.

د شخړو او امنیتي څېړنو په نامه د یوه بنسټ په رپوټ کې راغلي، چې ډېری بریدونه په قبایلي سیمو کې شوي او امنیتي کسان پکې په نښه شوي دي.

په دا وروستیو کې ګڼ بریدونه د پاکستانیو طالبانو غورځنګ ټي ټي پي کړي چې په افغانستان کې یې د ادعا شویو پټنځیو په تړاو د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ هم ناندرۍ را پورته کړې دي.

په پاکستان کې يو تر ټولو بوږنونکی بريد تېره مياشت په کراچۍ کې د يوې بلوڅ بېلتونپالې ځانمرګې له خوا یوه پوهنتون سره څېرمه وشو.‌

پاکستان که څه هم بيا بيا وايي چې د وسله والو ملا يې ماته کړې او په قبايلي سیمو کې يې د اورپکو ځالې له منځه وړې دي، خو د یاد څېړنيز بنسټ د رپوټ له مخې په اپرېل مياشت کې ترسره شوي ډېری بريدونه په قبايلي سيمو کې شوي چې تر ډېره امنيتي ځواکونه پکې په نښه شوي دي.

پاکستاني چارواکي ډېری وخت تور لګوي چې د وسله والو بريدونه د افغانستان له خاورې ترسره کېږي او د وسله والو د پټنځايونو په لټه کې يې څو ځله د افغانستان پر خاوره هم بريدونه کړي دي.

تېره میاشت د پاکستان جټ الوتکو په خوست او کونړ ولایتونو کې بريدونه کړي وو چې لسګونو ولسي وګړو ته په کې مرکژوبله اوښتې وه او پراخ غبرګونونه یې هم پارولي‌ وو.

خو تېر افغان حکومت او په افغانستان کې طالب چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.

د پاکستان وروستیو بريدنو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولسي وګړي هم وژل شوي چې د ډېری بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک او بلوڅ بېلتون پالو په غاړه اخيستی دی.